افغانستان

د عبدالله عبدالله تازه حکم؛ بهرنیو چارو وزارت کې دې ګمارنې ودرېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ارګ د مشر «اشرف غني» د نږدې کسانو له لوري، په بهرنیو چارو وزارت د اصلاحاتو تر نامه لاندې وروستیو ګمارنو او تبدیلیو، د حکومت یو بل ونډه وال «عبدالله عبدالله» غوسه کړی او په دې وزارت کې یې د ګمارنو د درېدو امر ورکړی.

له اجرائیه ریاست څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې عبدالله عبدالله خپل تازه حکم د ملي وحدت حکومت د توافقنامې له مخې، د ملي ګټو د خوندیتوب په موخه بللی.

په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزارت ته امر شوی، چې د ټاکنو د پایلو د اعلان په دې حساس پړاو کې د وزارت دننه او له هیواد د باندې په ټولو سیاسي استازولیو کې له ګمارنو او د کارکوونکو له برطرفه کولو ډډه وکړي.

عبدالله عبدالله وروسته له هغه دا حکم ورکوي، چې څو ورځې وړاندې يې په یوه ناسته کې د اشرف غني له لوري وروستۍ ګمارنې «یو اړخېزې» بللې وې او ګواښ یې وکړ، چې د ملي وحدت حکومت د توافقنامې په اساس به دی هم نوې ګمارنې وکړې.

په ورته وخت کې یو شمېر سرچینې وایي، عبدالله عبدالله د والیانو او وزیرانو په ګډون د دیارلسو نوو ګمارنو هوډ لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x