افغانستان

بدخشان: اووه پوليس له طالبانو سره يوځای شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له دولتي ليکو طالبانو ته د عسکرو، پوليسو او اربکيانو د تسليمېدو  لړۍ په دوام دا ځل بيا په بدخشان ولايت کې اووه پوليس له طالبانو سره يوځای شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره ورځ د بدخشان ولايت راغستان ولسوالۍ روی پنج سيمه کې اووه تنه پوليس له خپلو دندو لاس په سر شوي او طالبانو سره يو ځای شوي دي.

طالبانو د يادو عسکرو نومونه محمدعظیم، محمدآخر،محمدنسیم، عین الله، امام علي، اسدالله او امان الله ښودلي دي او زياته کړې يې ده چې يادو عسکرو اته ميله وسله هم طالبانو ته له ځان سره وروړې ده.

مجاهد وايي چې د سيمې طالبانو د يادو عسکر هر کلی وکړ او هغوی يې خپل عادي ژوند ته سوق کړ.

د بدخشان ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې له دولتي ليکو ګڼ شمير سرتيري له خپلو دندو لاس په سر کيږي او له طالبانو سره يو ځای کيږي.

تيره مياشت هم په بغلان، کندز، بلخ او ځينې نورو ولايتونو کې ګڼ شمير دولتي عسکر، پوليس او اربکيان طالبانو سره يو ځای شوي وو.

د طالبانو د دعوت او ارشاد کميسيون وخت په وخت په دولتي عسکرو غږ کوي چې د دوی په وړاندې دې د بهرنيو ځواکونو په ملاتړ دې له مقاومت څخه لاس واخلي او خپل عادي ژوند ته وروګرځي‌.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x