افغانستان

پاکستان: د افغانستان له لوري د توغول شوي هاوان په برید کې اووه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): پاکستاني پولیس وایي، د افغانستان له لوري توغول شوي هاوان د لګېدو په پایله کې د یوې کورنۍ اووه تنه وژل شوي.

د پاکستاني پولیسو په وینا، د افغانستان له ختیځ ولایت «کونړ» څخه توغول شوی هاوان په باجوړ کې د «عبدالغني» په نوم د یوه تن په کور لګېدلی، چې له امله یې د نوموړي د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي.

د سرچینو په خبره، په وژل شویو کې څلور ماشومان، دوه ښځې او یو سړی شامل دي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه کابل حکومت د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x