افغانستان

کندز او روزګان کې هوایي بریدونو کلینک او کورونه ویجاړ کړي او ګڼ ملکیان یې وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په ولسي وګړو د هوایي بریدونو په دوام، تېره ورځ په کندز او روزګان ولایتونو کې د بهرنیانو او د هغوی د د اخلي همسنګرو له لوري ملکي وګړي په نښه شوي، چې له امله یې دوه کورونه او یو کلینک ویجاړ شوي او تر لسو زیاتو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

له سیمې څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې تېره ورځ بهرنیو الوتکو د کندز ولایت د «ګل تپې» ولسوالۍ اړوند «تپه بریده» سیمه کې د BHC په نوم یو کلینک بمبار کړی، چې له امله یې د روغتون یو  ساتونکی ټپي او د روغتون د ننه وسایل او درمل بشپړ تخریب شوي.

همدارنګه د روزګان ولایت د مرکز «ترینکوټ» اړوند «ده جوز» سیمه کې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو برید کړی، چې په پایله کې یې د حاجي ولي محمد او حاجي ګلالي په نوم د دوو تنو کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون دوولس ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

یاده دې وي،  ملکي کورونه او عامه ځایونه داسې مهال هدف ګرځول کېږي، چې امریکا او کابل حکومت په بیا، بیا له طالبانو د جګړې د تشدد د کموالي او اوربند غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د کابل حکومت د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون وایي، دا ډول بریدونه د اندېښنې وړ دي او د حکومت او خلګو تر منځ شته فاصله نوره هم پراخولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

دا نو هیخ انصاف نه دی چی د منظور پشتین لپاره مظاهری شته او میدیا کی یی نیول کیدل په بی ساری کچی غندل کیزی ان په اروپا او امریکا کی یی په ننګه مظاهری کیزی خو د افغان عام اولس په قتل عام مو خوله پته نیولی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx