روغتیا

چين د کورونا ويروس په اړه نړیوالو ته ناسم معلومات ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): بېلا بېلې رسنۍ راپورونه ورکوي چې چين د کورونا ويروس په اړه له خپلو خلکو اصلي حقيقت پټوي او دوی ته ناسم معلومات وړاندې کوي.

يوه چينايي رسنۍ وايي چې چين د ديسمبر مياشتې په منځ کې له خپلو خلکو د کورونا ويروس پټ کړی و، حالانکه دغه مهال لسګونه کسان پر دغه ناروغۍ اخته شوي وو.

چينايي چارواکو امر کړی و ترڅو دغه راز پټ وساتي، مګر د اخته کسانو د زياتېدو چټکې شمېرې بالاخره دوی ديسمبر په وروستيو کې عام اعلان ته اړ کړل.

چين د ديسمبر په وروستيو ورځو کې د کورونا ویروس په اړه اعلان وکړ او زياته يې کړه چې ددغه هېواد په ووهان ښار کې لومړی کس پر دغه ويروس اخته شوی دی.

هغه مهال ځينو برتانوي رسنيو خبر ورکړی و چې چينايي چارواکي په کورونا ويروس د اخته کسانو او د مړو شمېره پټوي، بلکې دغه شمېره له ښودل شوې څو چنده لوړه ده.

د برتانوي او فرانسوي ورځپاڼو د اټکل سره سم د کورونا ويروس له کبله د وژل شويو اصلي شمېره له ۵۰۰۰ کسانو پورته ده، حالانکه د چين لخوا تازه راپورونه خبر ورکوي چې ددغه ويروس له کبله تر ۳۶۰ زیات کسان وژل شوي او له ۱۷۰۰۰ زيات پرې اخته شوي دي.

د چین لخوا د کورونا ویروس تازه ورکړل شوې شمېره:أحدث البيانات المتعلقة بفيروس كورونا الجديد

ځينې نړيوال مبصرين او ليکوالان د ټولنیزو رسنیو په واسطه خبر ورکوي چې چین ددغه ويروس په اړه ناسم معلومات وړاندې کوي، له دې دا جوته کیږي چې ددې په خپريدو کې چين پراخ لاس لري او دا يوه پلان شوې دسيسه ښکاري.

main article image

د کورونا ويروس په ديسمبر مياشت کې د چين هوبای ايالت په ووهان ښار کې په لومړي وار خپور شو، چې له يوې مياشتې تيريدو وروسته يې لا هم واکسين نه دي موندل شوي.

اوسمهال دغه ويروس په نړيواله کچه خپور شوی، د چين سربېره له شلو زيات نور هېوادونو کې هم پېښې ثبت شوي، وړمه ورځ په فيليپين هېواد کې له چين څخه بهر لومړی کس وژل شوی دی.

بايد وويل شي چې چين په هره برخه کې يو نړيوال سوداګريز بازار دی، نو د ددغه ويروس خپريدو له کبله نړيوالو شرکتونو په چين کې خپل دفترونه او پلورنځي د ټاکلې مودې لپاره تړلي چې د چين پر اقتصاد يې ژور اغيز کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x