نړۍ

په کوټه کي پنځه تنه چیچن وسله وال ووژل شول

chechans_killed_in_quettaنن ټکی آسیا: تیره ورځ پاکستاني امنیتي ځواکونو د کویټي په ښاره کي د چیچنیا ۵ تنه وسله وال چي درې يي ښځي وي، ووژل.

د امنیتي ځواکونو له قوله ویل شوي چي دغو کسانو غوښتل چي د کویټي د هوايي ډګر سره نیژدې پر یوه امنیتي پوسته باندي برید وکړي.

خو ځیني عیني شاهدانو ویلي چي دوی غوښتل امنیتي پوستې ته ځان تسلیم کړي،

لاسونه يي پورته کړې وه، او د امنیتي پوستې خواته روان وه، چي د پوستې له خوا ډزي پر وکړه شوې او ټوله يې ځاي پر ځای ووژل.

د پولیسو ځینو چارواکو ویلي چي دغه کسان دوه ورځي تر مخه د افغانستان څخه را اوښتې وه، شپه يې په کچلاک کې کړې، او تیره ورځ د کويټي د ښار پر لور روان وه چي هلته بریدونه وکړي.

که څه هم حکومتي چارواکي وايي چي دغه کسانو غوښتل چي په کویټه ښار کي پر مهمو اهدافو سرښندونکي عملیات وکړي، خو تر اوسه پولیسو ددوی سره داسي شواهد نه دي تر لاسه کړي چي دا ثابته کړي چي رشتیاهم دوی ددغه مقصد لپاره کویټي ته روان وه.

ځکه چي دوی نه کوم چاودېدونکي توکي پر ځان پوري تړلي وه، او نه کومه بله اسلحه په ډیر مقدار ورسره وه.

ویل کيږی چي دوه لاسي بمونه، نیم کیلو نور چاودیدونکي توکي ددوی سره ورسره وه، ځینو عیني شاهدانو هم دا خبره تایید کړې ده.

پولیسو ویلي چي دوی پر یوې پوستې باندي لاسي بمونه غورځولی، چي له کبله يې ۳ تنه ټپيان او ایف سي یو تن غړی وژل شوی.

ددغو پنځو چیچنو جسدونه د پولیسو او ایف سي له خوا د بولان میډیکل کالج روغتون ته وړل شوي دي.

د ددغو کسانو عمرونه د شلو کلو څخه نیول بیا تر ۲۵ کلو پوري ښودل شوي دي، د روسيې پاسپورټونه ورسره وه، او د ایران ویزې هم پر لګیدلي وي.

Pakistani security officials show a foreign passport found at the site of suicide attack in Quetta, Pakistan on Tuesday, May 17, 2011. Pakistani security forces shot and killed four would-be suicide bombers, including three women, when they tried to attack an army checkpoint in the southwestern city of Quetta, said Daood Junejo, the city police chief. A fifth suicide bomber detonated his explosives but did not injure anyone, the police chief said.

رسنۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x