روغتیا

له کورونا ویروس څخه څوک ګټه پورته کوي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په تیرو څو اوونیو کې د نړۍ په کچه د کورونا ویروس خپریدو سره، ځينې سکتورونه شتون لري چې ددې ویروس څخه چې په لږه موده کې یې د ۳۶۲ کسانو ژوند واخیست او له ۱۷زرو زیات پرې اخته شول، په پراخه ګټه پورته کوي.

په ګټه اخیستونکو شرکتونو کې لومړی د مخ ماسک جوړولو شرکتونه دي چې د ویروس خپریدو مخنیوي لپاره استعمالیږي او چین په خپل هېواد کې ددې استعمال اړین او جبري ګرځولی دی، په دویم ځای کې د دستکشو جوړونکي شرکتونه دي.

کاناډایي (Aphla pro tech) شرکت چې په چین کې خپل توکي (ماسکونه او دستکشې) پلوري، په تیره یوه میاشت کې یې د پلور کچه ۷۰سلنه پورته شوې ده، په داسې حال کې چې میاشتنی پلور یې له ۳ میلونو څخه په دغه میاشت کې (د جنوري تر ۲۴مې) ۱ ملیارد او ۴۰۰ ملیونو ډالرو ته پورته شوی دی.

آن تر دې د چین پراخه نفوس او د ماسکونو زیات پلور د انترنیت له لارې په انلاین او په داخلي کچه له کمښت سره مخ شوي دي.

دغه راز د کورونا ویروس ګټه په لویه کچه د درملو شرکتونو ته هم رسیدلې، په دې کې د ویروس ضد عام واکسینو شرکت دی چې په دې اړه څیړنې کوي، د بیلګې په ډول د نوواوکس (Novavax) شرکت چې د جنوري په میاشت کې یې سهم ۷۲سلنه لوړ شوې، په ورته موده کې د (MODERNA) شرکت ۵سلنه وده کړې ده.

ددې سربېره د ټوخي، زکام، سینه، ساه لنډي او هر هغه رنځونه چې په کورونا ویروس اخته کسانو کې موندل کیږي، د درملو جوړولو شرکتونه په پراخه کچه ګټه پورته کوي، ځکه چې ددې ویروس د اصلي واکسین نشتوالي په بدل کې خلک عام درمل استعمالوي.

لکه څرنګه چې د کورونا ویروس مخنیوي لپاره د چین او نورې نړۍ ترمنځ زیاتره هوایي سفرونه ځنډول شوي، په دې لړ کې ممکن اروپایي هوایي ډګرونه او سیاحي موقعیتونو چین ته په تګ راتګ الوتنو درولو کې ګټه ترلاسه کړي، لکه څرنګه یې چا د سارس وبا پرمهال په ۲۰۰۳م کال کې ګټه پورته کړې وه.

په دې لړ کې حیرانونکې دا ده چې مخابراتي شرکتونه هم د کورونا ویروس له خپریدو پراخه ګټه پورته کوي، لکه څرنګه چې د چین حکومت خلک په عامو بازارونو کې له ګرځېدو منع کړي، دغه راز تجاران د تلیفون او پیغامونو له لارې خپل تجارت پرمخ وړي چې مخابراتي شرکتونو ته یې ګټه رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ښه او معلوماتي مطلب دی، خو د هر چا هغه فعاليتونه او ګټي چي د انسان د خير او ژغورني سره مرسته کولای سي ښه کار دی، بلکي اړتيا ده. خاين او جنايت کوونکي هغه عناصر دي چي د جګړو د اورونو د بلولو لپاره شيطاني طرحي،لاري چاري، وسلې او توطئې جوړوي، دغه نظامي امپرياليستي تجارت او صنعت ډېر خطرناک دی او د نړۍ د ټولو عامو خلکو د خوارۍ او د تمدنونو او پرمختګونو د مخنيوي لامل ګرځېدلی دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x