افغانستان

پومپيو: طالبان دې د جګړې تشدد کمولو لپاره خپله ژمنتيا وښيي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، له طالبانو سره د سولې تړون ته نږدې شوي، خو هغوی دې د جګړې تشدد کمولو لپاره خپله ژمنتيا وښيي.

پومپيو د ازبکستان پلازمېنې تاشکند کې له خپل ازبک سيال عبدالعزيز کاملوف سره له ليدو وروسته خبري ناستې ته وويل، دوی له طالبانو سره د سولې تړون نږدې شوي وو، خو په وينا يې طالبان نه دي توانيدلي، چې د جګړې تشدد کم کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير زیاته کړې، چې طالبان بايد د سولې لپاره خپله ژمنتيا ثابته کړي او د سولې تړون لپاره د جګړې تشدد راکم کړي.

طالبانو تر اوسه د پومپيو وروستيو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې يې ويلي و، چې د جګړې تشدد کمولو په اړه يې د امريکا غوښتنه منلې او پرېکړه يې کړې، چې د سولې تړون لپاره سوله ييز ماحول رامنځته کړي، خو امريکا وخت پر وخت اضافي غوښتنې رامنځته کوي.

امريکا وايي، طالبان دې د اوږدې مودې لپاره د جګړې تشدد راکم کړي، خو طالبانو يوازې د يوې اونۍ لپاره د سوله ييز چاپيريال د رامنځته کولو پرېکړه کړې، تر څو له امريکا سره هوکړه لاسليک شي او ورپسې بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

تر دې امريکايانو به په نړۍ کي دغسي عارفانه تجاهل کوونکي، بې حيا، بې ضميره، درواغجن، سپين سترګي، بې وزلي وژونکي قسي القلبه جنايتکاران نور هم وي؟ د دې وو خو نه خبره خبره ده، نه يې خوله خوله ده، ټرمپ يې يو څه وايي، جنرالان يې بل څه، پومپيو يې بل څه، خليلزاد يې بل څه او پلويان يې بل څه وايي . سر پر سر پلمې کوي، د دوی له دې ګډو وډو څرګندونو او ليت ولعل څخه معلوميږي چي د طالبانو او ټولو افغانانو(هم د دوی د مخالفو او هم د دوی د پلويانو) سره په چل… نور لوستل »

مجاهدله اروپایی اتحا

پمپیو ته وایم : طالبانو په امریکا برید کړی او امریکا یی اشغال کړی او که امریکایی ځناورو د طالبانو ټاټوبی باندنی ناراو برید کړی او هغه یی اشغال کړی ، که امریکایان افغانان وژنی او افغانان په افغانانو وژنی افغانان په نشه توکو وژنی او افغانان په الوده اشوی هوا وژنی او افغانان به بیکاریو ، غربت او بیسواد کیدلو وزنی او خپلو کی په جنګولو او جهالت یی وژنی خیر دی خو که طالبانو د خپلو خلکو ، خاوری ، خپلواکی ، ناموس او مقدساتو د زغورنی او دفاع د پاره کوم امریکایی او یا د هغوی غلامان… نور لوستل »

عبد الله

مجاهده! د امریکی غربیانو په اروند چی هر سومره ووایی بیا هم د ظلمونو اصلی انداز نشی برملا کولای. زموز کلی ته نژدی ی بمبار وکر تقریبا اویا بی ګناه کلیوال یی شهیدان کری زما د استاد د مور بی بی یوازی سر پیدا شو. سخت ظالمان او بی وفا او وحشی خلګ دی یوازی خپل ګتی پیزنی او بس. خو، د طالب تعریف هم مه راته کوه ما ی ظلمونه لیدلی دی او ما یی ظالمان لیدلی دی. پروردګار دی بیا دوی نه راولی، خدای تعالی دی داسی نظام راولی چی شریعت عملی نه کری نه مخکنی طالبیزم چی… نور لوستل »

غ.حضرت

مجاهد صاحب له ( اروپائی اتحا؟ ) څخه!
لندن نور په اروپائی ټولنه کی ځای نلری.
بناً
کفایت کوی چی ولیکې
( مجاهد له لندن څخه)

مجاهد

عبدالله جان جسم دی له نوم سره په مخالف قطب کی قرار لری. حدیث شریف دی فرمایی چه تر ټولو ښه نوم په مسلمانانو کی عبدالله مګر ستاسی بدن د دغه نوم سره مخالف اړخ کی قرار لری که لږ څه تجدید نظر وکړی انسانیت په نوم کی انس او درناړوی شتون لری هغه څوک چه نورو حتی کفار سپک یادوی کنځل ورته کوی ناسمه او له اسلامی اخلاقو لیری والی دی رشتینی مسلمانان خو د یو بل ورونه دی. تاسی خپله وایاست چه د کابل غلامانو او بادارانو مو په کلی بمبارد وکړو د مور ککری مو ایله پکی… نور لوستل »

غ.حضرت

د پورته لیکنی د محتوا په اړه د ویلو څه نلرم خو په عکس کی ( موړ او شوخ او کُلوله خوګ ) می تر سترګو ډېر بد ایسی.

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x