افغانستان

عبدالله: د مذاکراتو له پیل مخکې د تاوتریخوالي کمول مثبت ګام دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رئیس ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې د تاوتریخوالي په کچه کې ټیټوالی مثبت ګام دی.

ډاکټر عبدالله عبدالله نن د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شوری غونډې ته د وینا په ترڅ کې پرته له دې چې د طالبانو نوم واخلي وویل چې «نړیوالې ټولنې او د جګړې مقابل اړخ» ته اطمنان ورکوو چې مونږ یوې باعزته سولې ته لیوالتیا لرو.

نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د راپورونو پر اساس طالبانو له امریکایانو سره د توافقنامې تر لاسلیک وړاندې د تاوتریخوالي کمولو ته چمتووالی ښودلی. ښاغلی عبدالله زیاتوي:

«د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هر موثر اقدام، خصوصا هغه ګام چې د بین الافغاني خبرو نه مخکې صورت نیسي او د افغانانو رنځ او مرګ ژوبله کموي، یو مثت ګام بولو».

ویل کیږي چې د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني د «تاوتریخوالي کمښت» باندې راضي نه دی او د سرتاسري او بشپړ اوربند غوښتنه کوي. نوموړی د بین الافغاني مذاکراتو پیل په دې مشروط ګرځوي چې لومړی باید طالبان بشپړ اوربند ته غاړه کښیږدي.

خو د ګډحکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرته له دې چې په واضح ډول د اشرف غني یادونه وکړي، بین الافغاني مذاکراتو ته شرطونه ایښودل سولې ته عدم ژمنتیا او د سولې د ځنډولو په معنی بولي. نوموړی وايي:

«یو ځل بیا اعلان کوو چې د مذاکراتو د پیل لپاره شرط نه لرو، خو د مذاکراتو په جریان کې به یو ټولشموله او د ټولو افغانانو استازی هیئت خپل شرایط او بحثونه مطرح کوي».

ډاکټر عبدالله زیاتوي چې د سولې لپاره د شرط نه درلودلو معنی دا نه ده چې د مذاکراتو په جریان کې به بحثونه نه کیږي، بلکې په خبره یې، د مذاکراتو د پیل لپاره شرط ایښودل د ځنډولو او نه ژمنتیا په معنی دی.

نوموړي په خبرو کې د یو داسې مذاکراتي هیئت رامینځته کولو ته هم اشاره وکړه چې «ټولشموله وي او د افغانانو د اکثریت د غوښتنو استازیتوب وکړي». ګډ حکومت د داخلي پاشلتیا له امله د تېر یوه کال راهیسې نه دی توانیدلی چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره یو ټولمنلی هیئت تشکیل کړي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي چې زلمي خلیلزاد له افغان حکومت او سیاسیونو سره په لیدنو کتنو کې یو ځل بیا غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو او بین الافغاني مذاکراتو لپاره يو جامع ټيم جوړ کړي.

داسې باورونه هم شته چې د یاد ټیم د نشتون له کبله امریکایان په بېلابېلو پلمو له طالبانو سره د توافقنامې د لاسلیک پروسه ځنډنۍ کوي، ترڅو له یو داسې حالته ځان وژغوري چې طالبان د بین الافغاني مذاکراتو مرحلې ته داخل شوي وي خو د کابل چارواکي د یو ټولشموله هیئت د تشکیل په سر په ناندریو اخته وي.

د سولې په اړه د اشرف غني مخالفت وخت په وخت د اجرائیه رئیس او نورو افغان سیاسیونو له نیوکو سره مخ شوی. تیره ورځ ښاغلي عبدالله، اشرف غني ته په اشاره ويلي وو چې د سولې خبرې بايد د يوه شخص له انحصاره وويستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

سګ برادر شغال هست

عبد الله

تاسو د مجاهد شکنزل خپروی خو زموز تبصری نه خپروی بیا نو ولی ادعا د بی پری توب کوی.
مجاهده! ستا د اخلاقو نومونه دلته ستا له تبصری خخه معلومیزی.

مجاهد

عبدالله جانه ! الله ج دی له دی روحی ناروغیو روغ کړه !
مونږ خو یو فارسی متل لیکلی چه [ سګ برادر شغال اشت ] حتی تعبیر مو هم ورله نه دی کړی خو که تعبیر یی هم وشی یعنی ترمپ او غنی ته سګ او شغال وویل شی تاسی باور وکړی دا د سپی او شغال حیثیت ته توهین دی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x