افغانستان

حکومت: د بین الافغاني مذاکراتو ټیم مو پنځه میاشتې وړاندې تیار کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په خپل وروستي سفر کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د یوه هر اړخیز ټيم په جوړولو ټینګار وکړ، د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د حکومت له لوري مذاکراتي ټیم پنځه میاشتې وړاندې تیار شوی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې «ناجیه انوري» له ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي « تقریبا پنځه میاشتې وړاندې له افغان سیاسیونو، د مدني ټولنې له غړو او د ټولنې له نورو قشرونو سره له ګڼو مشورو وروسته یو هر اړخیز مذاکراتي ټیم تشکیل شو، چې ټولنیزه او قومي تنوع پکې په نظر کې نیول شوې.»

د ناجیې په خبره، تېرو تجربو ته په کتو ددې ټیم د غړو نومونه ښکاره کول مناسب نه برېښي او کله چې مذاکرات پیل شي، خلګ به وپوهېږي، چې څوک په دې ټیم کې راټول شوي.

حکومت داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټیم د بشپړېدا خبر ورکوي، چې د اجرائیه رییس  «عبدالله عبدالله» او پخواني ولسمشر «حامد کرزي» په ګډون ګڼ شمېر افغان سیاستوال بیا د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره په یوه بېله طرحه کار کوي.

دوه اوونۍ وړاندې افغان سیاسیونو د یوې ناستې په مهال حکومت د سولې پروسې په انحصار تورن کړ او ټینګار یې وکړ، چې هیڅوک باید د خپل واک د غځولو په موخه د سولې په وړاندې خنډ ونه ګرځي.

د شنونکو په باور، د حکومت او سیاسیونو ترمنځ ژور اختلافات د سولې پروسې ته زیانمن تمامېږي او د طالبانو په وړاندې د حکومت د دریځ د لا ضعف سبب ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د کابل غلامه اداره یوآخی په غلامی متهمه نه بلکه ناوړه او فاسده اداره هم ده یعنی خینی وخت دخپل کمیت او کیفیت ځانوژنی هم کوی . د غلامانو شاهدی هم د منلو وړ ځکه نه ده چه هغوی حیثیت له او صلاحیت نه لری او حتی وړتیا او پیاوړتیا هم نه لری که یی وړتیا او پیاوړتیا لرله په هره بیه چه کیدلو له غلامی به یی ځان لیری ساتلی وی او که بیا هم غلام شوی وی د غلامی څخه د ژغورنی د پاره به یی له هر ډول وسیلو کار اخستی وی . نو د دوی شاهدی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x