نړۍ

اردوګان: سوريه کې مو د بشارالاسد رژيم ۳۵ عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، ترکي ځواکونو سوريه کې د بشارالاسد رژيم پر هغو عسکرو ځوابي برید کړی، چې څلور ترکي پوځيان يې وژلي وو.

ولسمشر اردوګان نن د استانبول ښار په اتاتورک نړيوال هوايي ډګر کې اوکراين ته له روانېدو مخکې خبريالانو ته وويل، د دوی ځواکونو د سوريې په شمال کې د بشارالاسد رژيم پر هغو عسکرو برید کړی، چې څلور ترکي عسکر يې وژلي وو.

د اردوګان په وينا د لومړنيو رپوټونو له مخې تر اوسه په دې بریدونو کې ۳۵ سوريايي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د ترکيې ولسمشر زياته کړې، د سوريې نظام پر ۴۶ هدفونو يې له سلو زيات توغنديز بریدونه کړي دي.

د اردوګان په وينا لا هم په ادلب کې د ترکيې ايف۱۶ جنګي الوتکې د بشارالاسد د نظام پر هدفونو بریدونه کوي.

د ترکيې ولسمشر ويلي، د دوی ځواکونه به د خپل هېواد او ولس د خونديتوب لپاره په سوريه خپل بریدونو ته دوام ورکړي.

د اردوګان په وينا څوک، چې د داسې ناوړه بریدونو له لارې د ترکيې د هوډ ازمېښت کوي، بايد پوه شي، چې سخته تېروتنه يې کړې ده.

هغه له روسيې هم غوښتي، چې د بشارالاسد د نظام په ملاتړ د ترکي ځواکونو د بمبارۍ او عملياتو پر وړاندې له خنډونو رامنځته کولو ډډه وکړي.

ترکيې په سوريه کې دا عمليات او بمبارۍ وروسته تر هغه پيل کړي، چې تر دې وړاندې د ترکيې دفاع وزارت ويلي و، د بشارالاسد رژيم عسکرو په توغندیز برید کې څلور ترکي پوځيان وژلي او نهه نور ټپيان کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اردګان د الله او دجال ترمنخ حیران پاتی دی چه کومه لیاره غوره کړی که به بوره ډول د دجال لیاره غوره کوی د ترکنی ولس مسلمان دی بیا اردګان ته رایه نه ورکوی او که پوره د الله ج لیاره نیسی بیا دجالی جنتونه له لاسه ورنکړی او لا یی دجال پسی له دندی او زوندی بی برخی نه کړی . دا هڅه لری چه هم دجال او هم الله ج خطا باسی لږ څه د الله ج او لږ څه د دجال د رضا د پاره ترسره کوی یعنی د پل صراط په سر ولاړ دی نه جنت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx