نړۍ

د اسلامي همکاريو سازمان د منځني ختيځ سولې په اړه د ټرمپ طرحه رد کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د اسلامي همکاريو سازمان د منځني ختيځ سولې په اړه د امريکايي ولسمشر ډونلډ ترمپ طرحه «د پيړۍ جوړجاړی» رد کړه او دا يې د فلسطينيانو پر خلاف وبلله.

د اسلامي همکاريو سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو مشرانو نن دوشنبه د سعودي په جدې ښار کې د اسرائیلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې لپاره د ټرمپ وړاندې شوې طرحه رد کړې او په شريکه يې پرېکړه کړې، چې له امريکا سره به په دې اړه هېڅ مرسته نه کوي.

د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي يوسف بن احمد العثيمين وويل، د فلسطين قضيې د حل لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي، تر څو سيمه کې تلپاتې سوله او کراري راشي.

ښاغلي عثيمين ټينګار وکړ، چې د فلسطين دولت بايد د ۱۹۶۷ کال د حدودو له مخې جوړ شي، پلازمېنه يې ختيځ بیت المقدس وي او زياته يې کړه، چې نړيوال او عربي دولتونه بايد د فلسطين قضيې تلپاتې رښتيني حل لپاره هلې ځلې وکړي.

د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي وويل، د فلسطين قضيه د دوی تر ټولو سترو لومړيتوبونو کې ده.

د اسلامي همکاريو سازمان د نننۍ بيړنۍ غونډې له جوړېدو مخکې د اسلامي هېوادونو چارواکو له فلسطيني مشرانو سره وليدل، په دې لړ کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود جاويش اوغلو هم له خپل فلسطيني سيال رياض المالکي سره په جده کې يو پر يو ليدلي دي.

دا ناسته د ایران په غياب کې ترسره شوې ده.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت ويلي، سعودي چارواکو دوی په دغه ناسته کې له ګډونه منعه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اوس هم شاباس چه غلامان د بادار په مقابل کی د حکم نه منلو جرات کوی . مګر د دی به ځای چه ووایی مونږ اسلامی نړی به د ترمپ او یا صلیبیانو د دی عمل په مقابل کی متقابل عکس العمل کوو وایی چه مونږ د امریکا په دی پریکړه کی د امریکا سره مرسته نه شو کولای . دا معنی چه تر دی دمخه یی د فلسطین په ضد د اسراییلو او د امریکا د استعماری کړنو سره نه یواځی همنوا بلکه مرسته یی هم ورسره کوله چه د هغوی استعماری کړنی د تش په نامه اسلامی هیوادو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x