ټولنیزه برخه

دوولس دقیقې/ جاوید چوهدري

لیکنه: جاوید چوهدري

ژباړه: محمد یعقوب حامد

حالت ډیر ترینګلی و، زموږ د ټولو پر څېرو خپګان له ورایه څرګندیده، په ټوله کوټه کې نارامي خوره وه، ما داسې احساسوله چې مخامخ ناست کس به ناڅاپه را اوچت شي او چیغې وهونکي بد اخلاقه کس به پر مخ په څپېړو ووهي، موږ ته مخامخ سړی ولاړ شو او د څپېړو پر ځای تشناب ته لاړ، هلته یې اودس وکړ، مصله یې راواخیسته اوبلې کوټې ته لاړ.

موږ له کړکۍ هاخوا لیدل چې هماغه کس په لمانځه ودرید او هغه بل چې له غوصې نه ریږدیده درې ګلاسه پر لپسې اوبه وڅښلي او بیا یې له یو چا سره په تیلیفون خبرې پيل کړې، ورو ورو یې غوصه سړېده او فشار یې کمیده، کله چې تیلیفون بند شو نو هغه موږ ته یې په شرمیدلي ډول وکتل او د بښنې غوښتلو په لهجه یې وویل: زه معافي غواړم، زما مخبر ماته غلط خبر راکړی و، زما دوسيه له دې ځایه تېره شوې وه، ما په غلطي له بیګ صاب سره زیاتوب وکړ، زه ډیر شرمنده یم.

موږ د شیشې هغه بلې خوا ته وکتل بیګ صاحب په ډیره عاجزي او خشوع سره په لمانځه مصروف و، موږ په چوپه خوله کله له غوصې اېشېدلي کس ته او کله به مو په لمانځه بوخت بیګ صاحب ته کتل، بیګ صاحب چې کله لمونځ پای ته ورساوه، مصله یې ټوله کړه، او درود شریف په ژبه بیرته کوټې ته را دننه شو، له غوسې اېشېدلي کس ته یې وکتل او په ډیر اطمینان سره یې وویل: زما وروره تاسو لاړ شئ سم معلومات وکړئ ما واقعا ستاسو دوسيه درلېږلې ده، که دوسيه درته ونه رسېده نو په یو دوه ورځو کې بیرته راشه، دواړه به په ګډه پلټنه وکړو. هغه کس په غریو نیولي آواز سره وویل: بیګ صاب! زه له تانه معافي غواړم، تاسو رښتیا ویل، زما سړي ماته دروغ ویلي و.

بیګ صاحب ولاړ شو او هغه کس ته یې غیږ ورکړه، رخصت یې کړ او هغه د کوروداني په ویلو سره په موټر کې کیناست او ولاړ.

زه دې ماجرا د حیرت په سمندر لاهو کړی وم، د هغه کس له تلو وروسته مې له بیګ صاحب نه وپوښتل: بیګ صاب! آیا تاسو ته د دې کس په شکنځلو، بدو خبرو او بد اخلاقۍ غوسه نه درتله؟ بیګ صاحب په موسکا وویل: تاته چا وویل چې ماته غوسه نه راتله؟ زه له ډیره قهره اېشېدم.

ما وویل: مګر تاسو خو د غوصې بالکل اظهار هم ونه کړ په داسې حال کې چې تاسو پر حق او دی په غلطه و.

بیګ صاحب وویل: دا ځکه چې زه د غوسې په کیمیا پوهیږم او هر هغه څوک چې په دې پوهیږي هغه په  آساني خپله غوسه کنټرولولای شي.

ما بیا وپوښتل چې د غوسې کیمیا څه ده؟ بیګ صاحب په ځواب کې راته وویل: چې زموږ په بدن کې شپاړس ډوله کیمیایي مواد شته او همدا مواد زموږ جذبات جوړوي، همدا جذبات زموږ حالات ټاکي او همدا حالات بیا زموږ شخصیت متعین کوي.

ما په چوپتیا د بیګ صاحب پر لوري کتل، بیګ صاحب زیاته کړه، زموږ د هرې جذبې وقت دولس دقیقې دی، ما وپوښتل: مثلا، ده راته کړل: غوسه یوه جذبه ده، دا جذبه د عکس العمل له کیمیایې مادې جوړیږي، مثلا زموږ بدن پر خپل وخت انسولین تولید نه کړي یا تر ضرورت کم وي.

دا هغه وخت چې موږ تر ضرورت زیاته مالګه استعمال کړو، یا خوب پوره نه شي او یا هم موږ په خالي نس له کوره ووځو، د دې په نتیجه کې زموږ په بدن کې د عکس العمل ماده پیدا کیږي او همدا ماده زموږ د ویني فشار لوړ کړي، دا فشار په موږ کې د غوصې جذبه پیدا کوي او موږ له غوصې نه وایشیږو، دا ټول ټال دولس دقیقې وي.

زموږ په بدن کې له دولسو دقیقو بعد د غوصې د سړیدلو ماده پیدا کیږي او همداسي په راتلونکې پنځلس دقیقو کې موږ بیرته خپل عادي حالت ته راګرځو، نو که چیرته دا دولس دقیقې کنټرول موږ زده کړو بیا به موږ د غوصې له بربادي نه به په آمان کې پاتي شو.

ما عرض وکړ: چې آیا دا نسخه یوازي تر غوصې پورې محدوده ده؟ بیګ صاحب په مسکا راته وویل: چې نه، زموږ شپږ بنیادي احساسات دي، ‘ غوصه’ خوف [ویره]’ نفرت’ حیرت’ لطف[خوند] او خفګان د دې ټولو عمر یوازې دولس دقیقې وي.

پر موږ صرف دولس دقیقې ویره راځي، موږ صرف دولس دقیقې خاندو، موږ یوازې دولس دقیقې غمجن یو، موږ ته غوصه هم یوازې دولس دقیقې پیښېږي،  پر موږ د حیرانتیا غلبه هم دولس دقیقې وي، وروسته له دولسو دقیقو زموږ بدن بیرته نورماله حالت راګرځي.

ما عرض وکړ: ډیر داسې خلک شته چې هغه ټوله ورځ د غوصې’ غم’ نفرت او یا هم د ویرې په حالت کې وي، دوی ټوله ورځ نورمال حالت ته نه راځي.

بیګ صاحب په ځواب کې راته وویل: ته دا جذبې او حالات د اور په څیر وګڼه، که ستا مخ ته اور پروت وي او ته پرې لږ لږ تیل اچوې یا وچ لرګي ږدې بیا به دا اور څنګه وي؟ دا اور به خامخا ورو ورو خپریږي او زیاتیږې به، په موږ کې ډیر داسې خلګ شته چې د خپلو احساساتو سړولو پر ځای بالعکس پر هغوی تیل او لرګي اچوي له همدې امله هغه جذبه چې د دې دورانیه دولس دقیقې ده هغه تر دوو یا درو ورځو پورې رسیږي که چیرته موږ په دوه یا درې ورځو کې هم بیرته خپل عادي حالت ته راستانه نشو دغه جذبه بیا زموږ موډ جوړیږي او همدا موډ زموږ شخصیت او خصوصیت ګرځي بیابه خلګ پر موږ د غوصناک، غمجن، ډارن، خپه، خندان او يا حیران نومونه ږدي.

بیګ صاحب له لنډ توقف وروسته زیاته کړه: چې آیا کله هم موږ پر دې غور کړی چې زموږ ډیری خلګو پر څیره حیرانتیا، نفرت، ویره، غم او یا هم خوشحالي ولې څرګندیږي؟

وجه ښکاره ده، داحالات یوازې د دولس دقیقو لپاره وي مګر دوی بیرته تګ ته پرینښودل، دا حالات که غم وي يا خوښي، نفرت وي یا حیرانتیا،ویره وي یا غصه، دا د ده شخصیت جوړ شو او دا حالت د همیشه لپاره د ده پر څیره درج شي، دې خلګو که د دولس دقیقو لپاره خپل حالات کنټرول کړي وای دوی به د ټول عمر له خرابي نه خپل ځانونه ژغورلي  وای او دوی به د دې جذباتو غلامان نه وای جوړ شوي او نه به د دوی له لاسه بلیک میل شوي وای.

ما وویل: چې آیا مینه هم یوه جذبه ده، بیګ صاحب فورا ځواب راکړ: چې مینه او شهوت د لطف [خوند] پلار او مور دي، دا حالت هم یوازي د دولس دقیقو لپاره وي که چیرته تاسو پر دې حالت نور لرګي کښینږدې دا به هم په دولس دقیقو کې ختم شي مګر موږ دا جذبه د یار په زلفو تړلې په غاړه کې اچوو اوځانونه ورسره لیوني او مجنون کړو، موږ انسانان که چیرته د شهوت په دې دولس دقیقو کې ځانونه وساتو موږ به ګناه، جرم او ذلت څخه ځانونه وساتو لیکن موږ داسې نه کوو او په همدې ډول له سنګسار، قتل او بند سره مخامخ کیږو، موږ ټول د دولس دقیقو بندیان یو، او که دغه لنډ قید تیر پر ځان تحمل کړو بیا به موږ له هغه اوږده قیده څخه ځانونه وږغورو، او که نه دا دولس دقیقې به موږ هیڅکله هم پرینږدي.

ما عرض وکړ: چې تاسو دا دولس دقیقې څنګه برداشت کوئ؟ بیګ صاحب په مسکا کې راته وویل: ما په عملي ډول تاسو ته وښودله، هغه صاحب ( غوسه ناک کس) د غوسې په حال کې و، له ما نه یې خپله دوسیه غوښتله، ما ورته وویل چې ما پر هغه لاسلیک کړی او تاسو ته مې لیږلې ده مګر هغه نه منله، هغه پر ما باندې د دروغو او غلط بیان تور پوري کړ، ما ته یې ښکنځل وکړل.

زما هم پر بدن اور بل شو مګر زه پوهیدم چې دا حالت صرف دولس دقیقې دوام لري چې زه یې برداشت کړم، زه په چوپه خوله ولاړ شوم، اودس مې وکړ او لمونځ مې پیل کړ، زما پر دې کار شل دقیقې ولګیدې، په دې شلو دقیقو کې زما غوسه هم ختمه شوه او هغه صاحب هم حقیقت ته ورسید، که ما په لمانځه شروع نه وای کړې ما ده ته ځواب ورکړی وای او زموږ تر منځ بد کلامي شوی وای، خلګ به راټول شوي وای زموږ ترمنځ به لاس لویدلی وای ما به د ده سر مات کړی وای یا به ده ماته تاوان رسولای وای د دې فساد به  نتیجه څه وه؟

په اخیر کې به معلومه شوې وای چې موږ دواړه بې عقله یو، موږ خپل غوږونه نه وکتلي لیکن په سپي پسې مو منډي وهلې، مګر برعکس زه پر مصله کیناستم او هغه دولس دقیقې مې تیرې کړی، په همدې ډول زه او دا ټول دفتر له جنجاله خلاص شوو، زموږ د ټولو ورځ او عزت پرځای پاته شو.

ما وپوښتل: کله چې پر تا غوسه راشي ته هر وارې لمونځ کوې؟ بیګ صاحب راته وویل: نه، زه کله کله نورې چارې هم غوره کوم، کله تر کومې جذبې لاندې راشم تر ټولو له مخه زه خپله خوله بندوم، یو لفظ هم پر ژبه نه راوړم، زه کله خاندم مګر یوه خبره هم نکوم، په خندا خندا کې کله بل کار هم شروع کوم، د غوسې، ویرې، خپګان او لطف د حملې په وخت کې کله واک کوم(ګرځم) کله غسل او یا اودس، د شلو دقیقو لپاره د چوپ پاتي کیدلو روژه نیسم، استغفار وایم، خپلې مور یا خپلو بچو ته ټیلیفون کوم، کله د خپلې کوټې یا میز صفایې کوم، خپل بکس خلاصوم، خپل غوږونه او سترګي بندوم، پریوزم او یا کله ولاړیږم لمونځ کوم، په همدې ډول دولس دقیقې تیریږی او طوفان هم تم کیږي. زما عقل بیرته ځای ته راځي او د فیصلې کولو قابل کیږم.

بیګ صاحب چوپ شو، ما بیا وپوښتل: که چیرې تاسو ته دا ټول سهولتونه مهیا نه وي بیا تاسو څه کوئ؟ له څه فکر وروسته بیګ صاحب راته وویل: که آسمان راپریوزي یا ځمکه وچوي، زه خپله خوله نه خلاسوم، خاموش پاته کیږم او تاسې یقین وکړئ چې دا سونامي طوفان چې څومره لوی هم وي مګر د خاموشي مقابله نه شي کولای او دا طوفان به په هر حالت کې شاته ځي، او که ته خاموشي غوره کړې بیابه د ژوند ټولو طوفانونو ته ماته ورکړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حامد صاحب او چوهدری صاحب دواړو مننه کوم ، تاسی د غوصی ښکته کولو او حتی حتمولو ښه ګټوره نسخه لیکلی ډیره می خوشه شوه او عمل به پری کوو حدیث شریف دی فرمایی [[ تر ټولو پیاوړی انسان څوک دی ، خواب یی همدا چه څوک خپله غصه زغملی شی ]] غصه به هغه خبرو کی چه غلط فهمی رامنځته شوی یو اړخ خو متوجه کیدلی شی چه دا یوه غلط فهمی ده کله چه یو اړخ قانع وی د بل اړخ غوسه هم کنترولولی شی مګر هله ډیر خطرناکه وی چه د غلط فهمی احساس پکی نه وی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx