
افغانستان
زابل: یوه پولیس خپله مېرمن په تبر وژلې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د زابل ولایت په مرکز کې یوه پولیس خپله مېرمن په تبر وژلې.
د زابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند «لعل محمد امیري» وایي، تېره شپه په قلات ښار کې د «حمیدالله» په نوم یوه پولیس خپله مېرمن په تبر وژلې.
د امیري په خبره، حمیدالله په نشه یي توکو روږدی وو او دا مهال د پولیسو په بند کې دی.
ویل کېږي، پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله منځته راغلې.
یاده دې وي، چې د کابل حکومت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو شتون هغه څه دی، چې تر دې وړاندې یې هم ولس ته ګڼې ستونزې زېږولې.