افغانستان

د اشرف غني او عبدالله ناندرۍ؛ ارګ وایي، اصلاحاتو ته دوام ورکوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په بهرنیو چارو وزارت کې د اشرف غني له لوري د اصلاحاتو تر نامه لاندې له وروستیو ګمارنو سره د عبدالله عبدالله له ټینګ مخالفت وروسته، ارګ یو ځل بیا په دې ګمارنو او اصلاحاتو ټینګار کړی او د دوام هوډ یې څرګند کړی.

تېره ورځ د اجرائيه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د «اصلاحاتو» تر نامه لاندې په بهرنیو چارو وزارت کې وروستۍ ګمارنې «بېړنۍ» بلل شوې او په مخنیوي یې ټینګار یې شوی وو.

د اجرائیه ریاست ددې خبرپاڼې په غبرګون کې د ارګ ویاند  «صدیق صدیقي» ازادي راډيو ته ویلي، په بهرنیو چارو وزارت کې شوي اجرات د «اصلاحاتو» او د بنسټونو د ظرفیتونو د لوړلو په موخه دی، چې دده په خبره، سیاسیون یې باید ملاتړ وکړي او په وړاندې يې خنډ واقع نشي.

د صدیقي په خبره، دا اصلاحات اړین دي او دوام به پیدا کوي.

یاده دې وي، چې اجرائيه رییس تر دې وړاندې هم د ارګ وروستۍ ګمارنې «یو اړخیزې» او د ملي وحدت حکومت د توافقنامې خلاف بللې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x