افغانستان

طالبانو په تخار کې د ښوونځي د سوځولو ادعاوې بې اساسه وبللې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت طالبان په تخار ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي په سوځولو تورن کړل، طالبانو یې په غبرګون کې دا ډول ادعاوې بې اساسه او په کندز کې د یوه ښوونځي او کلینک له بمبار څخه د خلګو د پام اړولو لپاره بللې.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د حکومت ددې ادعا د رد تر څنګ یاده شوې، چې د ښوونځي د سوځېدو سیمه د حکومت تر ولکې لاندې ده.

خبرپاڼه وړاندې لیکي « دښمن غواړي په داسې آوازو سره په کندز کې له بمبارشوي ښوونځي او کلینیک څخه توجه بلې خوا واوړي.»

یاده دې وي، چې حکومت په بیا، بیا په طالبانو باندې د ښوونځیو او علمي مراکزو د دښمنۍ تورونه لګوي؛ خو  طالبانو مسلسل دا ډول تورونه رد کړي او د ښوونځیو او مدرسو ساتنه یې خپله دنده بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

طالب جان اولس دی اوس پیژنی چی ستا د کارونو خخه یو کار دادی چی د پنجاب په فرمایش مکتبونه وران کری تر سو هم کانه او هم رانده پنجاب ته محتاج وی. دیر دی وسوزول. منم چی د نن تکی اسیا اداری والا طالبان به شاید داکار نه وی کری خو دیر مکتبونه طالبانو وسوزول. اولس یی شاهدان دی. د طالبانو یوه د غلطیو خخه همدا ده چی مکتبی او پوهنتون والا نسی زغملی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x