ورزش

راشد خان د بیګ باش لیګ په غوره لوبډله کې شامل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه سوکه توپ اچونکی راشد خان د بیګ باش لیګ په غوره لوبډله کې شامل شوی دی.

راشد خان چې په بیګ باش تجارتي سیالیو کې د اډلیډ سټرایکرز لوبډلې لخوا لوبېده، لوبډله یې په ناک اوټ مرحله کې له سیالیو بهر شوه.

د بیګ باش لوبډلو ټولو روزونکو په ګډه په ووټ اچولو سره د یاد سیریز څخه د ۱۱ غوره لوبغاړو انتخاب کړی چې په کې راشد خان هم ځای موندلی دی.

راشد خان د بیګ باش لیګ په یادو سیالیو کې په لومړي وار د ویکټو هیټریک ترلاسه کړ، دغه راز د توپ اچونې سربېره په توپ وهنه کې هم ښه وځلیده.

راشد خان د بیګ باش لیګ په ۹م پړاو کې ټولې ۱۵ سیالۍ ترسره کړې، چې د هیټریک سربېره یې ټولې ۱۹ ویکټې اخیستي، دغه راز یې د ۸ نایابو شپږیزو سره ۱۲۴ منډې هم جوړې کړې.

په غوره شوې ۱۱ کسیزه لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل شوي دي:

مارکس سټوینز (میلبورن سټارز)، جوش انګلیس (پرت سکروچر)، میتیو ویډ (هوبارټ هوریکنز)، ګلین میکسویل (ملیبورن سټارز)، جون ویلز (اډلیډ سټرایکرز)، میچل مارش (پرت سکروچر)، ټام کرن (سیډني سیکسرز)، راشد خان (اډلیډ سټرایکرز)، ډانیل سیمز (سیډني تنډر)، پیټر سیډل (اډلیډ سټرایکرز) او حارث رووف د (میلبورن سټارز) لوبډلې لخوا غوره شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x