افغانستان

سبا د ټاکنیزو شکایتونو په اړه وروستۍ پرېکړه اعلانېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، سبا ورځ «چهارشنبه» د ټاکنیزو شکایتونو په تړاو وروستۍ پرېکړه اعلانوي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند «قاسم الیاسي» تېره ورځ په کابل کې له رسنیو سره د خبرو په مهال ددې پرېکړې د اورولو خبر ورکړ او یاده یې کړه، چې د چهارشنبې د ورځې د اورول کېدونکې پرېکړې اړینه برخه به درې سوه زرو جنجالي رایو په اړه وي.

د الیاسي په خبره، په دې پرېکړه کې یې د ټاکنو له قوانینو او لایحو بشپړه پيروي کړې او قوانینو ته په کتو یې دا ګام اخستی؛ نو ځکه په خبره یې، د افغانستان د ټولو اوسېدونکو د منلو وړ به وګرځي.

د کابل حکومت ټاکنې، چې د تلې د میاشتې په اوومه نېټه ترسره شوې، لومړنۍ پایلې د دلوې د میاشتې په لومړۍ نېټه اعلان ته وسپارل شوې، چې ټاکنیزو ډلو په اکثریت سره رد کړې او د شکایتونو په ثبتولو یې پيل کړ، په دې لړ کې تر ۱۶ زره ډېر شکایتونه ثبت شول، چې غوښنه برخه یې د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او اشرف غني له لوري ثبت شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x