افغانستان

طالبان: د بشري حقوقو سازمانونه دې پر افغانانو د روان ظلم په پای ته رسولو کې خپل مسئولیت اداء کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې په کندز ولایت کې د ګډو ځواکونو له لوري د ښوونځي او صحي کلینک د  سوځولو، روزګان کې د دوولس ولسي وګړو د مرګ ژوبلې، فراه ولایت کې د ملکي وګړو د اموالو د چور او او د بګرام زندان په اول بلاک کې د دیني مقدساتو د توهین په غبرګون کې د راپورته شویو زندانیانو د شکنجې راپورونه ورکړل شول؛ طالبانو یې په غبرګون کې د بشري حقوقو په سازمانونو غږ کړي، چې پر افغان ولس د روان ظلم په پای ته رسولو کې خپل مسئولیت اداء کړي.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې تبصره کې پورته یادو شویو پېښو ته په غبرګون کې لیکل شوي « له مظلوم ولس په تېره ښځو او ماشومانو سره روان وحشت او ظلم، د ولسي وګړو کورونه ورانول، شتمنۍ لوټل، مذهبي اماکن ورانول، طبي او ښوونیز مرکزونه سوځول د ډیموکراسي د عسکرو پر ټنډه تور داغ دی.»

په تبصره  کې وړاندې راغلي « هغوی ته چې د یرغلګرو او لاسپوڅي رژیم غوړو شعارونو یې زړونه وړي، په ګران هیواد کې د همدې ځواکونو د روان وحشت په اړه بايد غور او فکر وکړي ځکه که په خپل کلي او کوڅه کې د ډیموکراسۍ د پوځیانو د یوې ورځې او شپې کړنې وارزوي؛ نو ورته ثابته به شي چې د بشري حقونو، د بیان د ازادۍ، مساواتو او عدالت(؟) نړیوالو او کورنیو دعوه دارانو داسي جنایتونه او ظلمونه تکرار کړي چې ساري یې نه لیدل کیږي!!»

طالبانو ددې تر څنګ دا جنایات غندلي او د سره صلیب په ګډون په ټولو بشري بنسټونو یې غږ کړی، څو پر افغان ولس په تېرېدونکو جنایاتو سترګې پټې نکړي او د روان ظلم د پای ته رسولو په برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

حېځ ګټه نه لری
ړا ټول ېو خلګ دې
ده بشر حقوق صرف ده دوئ لپاره دی دا نو خو دوئ په انسانانو نه شمارې
نور ده څه شې حقوق؟؟؟؟
بس الله ج دی ده مظلومانو مل سی او مظلوم ته توفېق غواړو چې بېا ه مظلوم نه سی

عبدالله

غلبیل و کوزی ته ویل ته سوری یی.

اجمل

د بشر د حقوقو غړی چی ستاسو طالبانو په لاس درشی بیا نو تری پټکوکی وکاګی، څنګه کیدای شی چی هغوی خپل مسؤلیت ته پریښودلای شی چی ادا یی کړی؟ عجیبه خلګ یی تاسی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x