د ستر عالم او روحاني شخصیت مرحوم مولوي محمد ابصر صاحب په یاد څو کرښې

لیکنه: قاري عبدالستار سعید

د اسلامي امارت د واکمنۍ کلونه وو، د غزني په نور المدارس فاروقیه مدرسه کې مې درس وایه. مدرسې ته به کله ناکله له کابل څخه یو په ونه دنګ او په عمر پوخ سپین ږیری عالم راته. د دې عالم رفتار و کردار، علمي وقار، روحانی تشخص او حتی بدني جوړښت د یو مثالي عالم تصویر وړاندې کاوه. دغه دیني عالم او روحاني شخصیت په کابل کې د اسلامي امارت د سترې محکمې مرستیال مولوي محمد ابصر صاحب و، چې په غزني او شاوخوا سیمه کې یې د خلیفه صاحب محمد ابصر په نوم شهرت درلود. خلیفه صاحب محمد ابصر چې زموږ د هیواد د پخوانیو سپین ږیرو علماء کرامو، مشائخو او صوفیه کرامو یوه راپاته نمونه وه، تېره یکشنبه یې د اجل داعي ته لبیک ووایه او له دار الفناء څخه د دارالبقاء پر خوا لاړ. په دې ډول زموږ هیواد او ولس له یوه بل په دین او کتاب خبر عالم او روحاني پیشوا څخه محروم شو. انا لله و انا الیه راجعون.

مولوي صاحب محمد ابصر څوک و؟

مولوي صاحب محمد ابصر شاوخوا ۷۵ کاله وړاندې د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ په مټاخان کلي کې په یوه علمي او روحاني کورنۍ کې زیږیدلی و. پلار یې خلیفه صاحب غلام نقشبند، نیکه یې خلیفه صاحب فیض محمد او غور نیکه یې خلیفه صاحب سلطان محمد ( رحمهم الله) ټول د علم او عرفان په زیور سمبال او د کابل د قلعه جواد د حضرات کرامو مأذون خلفاء او د وخت ستر علماء وو.  مولوي صاحب محمد ابصر په همدې علمي او روحاني خاندان کې راستر شو. ابتدائي کتابونه یې له خپل عالم او فاضل والد صاحب څخه ولوستل. دا چې پلار یې ( خلیفه صاحب غلام نقشبند رحمه الله) د نقشبندیې طریقې مرشد او د کابل د قلعه جواد د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي ( رحمه الله) مأذون خلیفه و، بناء مولوي محمد ابصر صاحبهم  د تصوف بیعت له حضرت ضیاء المشائخ صاحب سره وکړ او وروسته په غزني کې د حضراتو کرامو په مبارکه مدرسه( نور المدارس الفاروقیه) کې شامل شو.

د نور المدارس دوه نومیالي طالبان

نور المدارس مدرسه په افغانستان کې د هند د دارالعلوم دیوبند غوندې د علم او عرفان تر ټولو مهم او معتبر مرجع ګڼل کیږي. دې مدرسې په افغانستان د دیني علومو درس او تدریس ته نوی شکل ورکړ او د دیني علومو، دعوت، جهاد او روحانیت په زیور سمبال سلګونه د کار خلک یې وروزل.

په نور المدارس مدرسه کې به د هیواد د بیلابیلو ولایاتو تکړه طالبان را یوځای شوي وو. خو په څلویښتمو هجري شمسي کلونو کې په دې مدرسه کې دوه طالبان تر نورو مخکښ ګڼل کیدل. د پکتیا د زرمت اوسیدونکی شهید مولوي نصرالله منصور او د غزني د ګیرو اوسیدونکی مولوي محمد ابصر صاحب. دغه دوه طالبان چې هغه وخت سره هم عمره او همصنفیان وو، له علمي استعداد علاوه یې په اخلاقي ښکلا او معنوي لوړتیا کې هم د مدرسې د استادانو او حضراتو کرامو توجه جلب کړې وه. شهید مولوي نصر الله منصور وروسته خپل ژوند جهاد او سیاسي دیني مبارزې ته وقف کړ تر دې چې په همدې لاره کې د شهادت مقام ته ورسید او مولوي محمد ابصر صاحب د علم، تدریس او تصوف په برخه کې د پام وړ خدمتونه ترسره کړل.

مولوي محمد ابصر صاحب د خپل وخت د سترو بزرګانو او د نور المدارس د مشهورو استادانو لکه: د لاغرو اخندزاده صاحب( صدر المدرسین مولوي عبدالمنان صاحب) د کندر مولوي صاحب ( فاضل دیوبند شیخ الحدیث مولوي محمد عمرخان صاحب) د شصت حاجي صاحب( ستر عالم مولوي سراج احمد صاحب) د سلیمانزو حاجي صاحب( ستر عالم مولوي امیر محمد صاحب) د قبرغې اخندزاه صاحب( شهید مولوي نور الحق اخندزاده صاحب) مولوي صاحب عبدالغفار او نورو مشهورو علماء کرامو څخه علمي اخذ کړی و او د هماغو سترو علمي هستیو اثرات یې په په علم او عمل کې تر پایه ښکاره و.

تدریسي او جهادي خدمتونه

مولوي محمد ابصر صاحب چې کله له نور المدارس څخه په ممتاز درجه فارغ شو، نو تدریس ته یې مخه کړه. نوموړي حتی د طالبۍ له وخته نورو طالبانو ته کتابونه تدریسول او په دیني فنونو کې یې ستر مهارت او تجربه ترلاسه کړې وه.  له فراغت وروسته لومړی د ګیرو ولسوالۍ د موسی خیلو په کلي کې امام او مدرس شو او ورسره یې  د همدې ولسوالۍ په بابکر کلي کې هم تدریس پيل کړ چې دواړه ځایه ترې طالبانو علمي استفاده او استفاضه کوله. درې کاله بعد یې د ګیرو ولسوالۍ په نعمتي کلي کې تدریس او امامت پيل کړ. په دې مرحله کې چې په افغانستان کې د کمونیزم فتنه د خپریدو په حال کې نوموړي د یوه ویښ او مسؤلیت پیژندونکي عالم په حیث د کمونیزم پر ضد په میړانه مبارزه کوله. خلک یې د کمونیزم د دهري فلسفې په حقیقت پوهول او د کمونیزم پر ضد په احتجاجي غونډو او مظاهرو کې یې فعال ګډون درلود. دغه وخت چې د کابل حضراتو کرامو د کمونیزم د مقابلې لپاره دخدام الفرقان تنظیم جوړ کړی و. مولوي محمد ابصر صاحب یې له مهمو کارکوونکو څخه و.

وروسته مولوي صاحب د ګیرو ولسوالۍ په دهسي کلي کې امامت او تدریس پيل کړ، دلته یې هم ستر علمي خدمات انجام کړل، خو همدغه مهال په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د ثور په اوومه کمونیستانو کودتاه وکړه. مولوي صاحب چې د کمونیستانو پر ضد یې مبارزه کړې وه د کمونیستي رژیم لخوا ونیول شو، خو یوه میاشت وروسته الله تعالی له کمونیستي زندان څخه نجات ورکړ، مولوي صاحب خپل کلی او مدرسه پریښوده او په غرونو کې له مجاهدینو سره یو ځای شو.

کمونیستانو د دوهم ځل لپاره د نوموړي په کور چاپه ووهله، د مولوي صاحب محمد ابصر پلار یې له ځان سره یووړ چې تر اوسه یې د زرګونو افغانانو په شان د مرګ او ژوند معلومات نشته. مولوي صاحب وروسته کندهار ته لاړ او هلته یې څه موده له خپل یوه شاګرد سره د طالب په حیث وخت تېر کړ تر څو د کمونستانو له اذیت څخه په امن وي. وروسته د پاکستان پیښور ته مهاجر شو.

د شوروي یرغل پر ضد د جهاد په کلونو کې مولوي صاحب محمد ابصر د حرکت انقلاب اسلامي جهادي تنظیم له مهمو اعضاوو څخه و چې څه وخت یې د غزني ولایت د جهادي مرستیال په حیث هم دنده اجراء کړې ده. نوموړي او مجاهدینو یې د غزني په ترګان غرونو کې مرکز درلود. د نوموړي ورور شهید مولوي محمد انور د هیواد په جنوبي ولایاتو کې ستر مسؤلیت درلود چې وروسته د کمونیستانو په یوه دسیسه کې په شهادت ورسید. دغه راز یې دوه ورېرونه هم د ترګان غره په جبهه کې د شهادت لوړ مقام ته رسیدلي دي. د طالبانو د اسلامي تحریک په راتګ سره نوموړی کندهار ته لاړ، د اسلامي تحریک له مؤسس امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد صاحب سره یې ولیدل او د مشر ملا صاحب لخوا د کندهار د مرکزي تمیز ادارې منشي وټاکل شو.

مرحوم مولوي صاحب نه یوازې خپله د اسلامي امارت له فعالو اعضاوو څخه و، بلکې زوی یې مولوي محمد اسمعیل هم د اسلامي امارت په ملکي او نظامي برخو کې ستر خدمتونه ترسره کړل. تر دې چې  د جهادي وظائفو په مهال د شر او فساد له عناصرو سره په مخامخ جګړه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

د کابل له فتحې وروسته مولوي صاحب محمد ابصر د اسلامي امارت د سترې محکمې مرستیال وټاکل شو. وروسته د سترې محکمې مشاور و او ورسره یې خپل تدریس هم جاري ساته. د اسلامي امارت د ستر نظامي قومندان شهید ملا داد الله اخند په شمول د امارت ډير لوړ رتبه مسؤلین د مولوي صاحب د شاګردانو له جملې څخه دي.

دغه راز د غزني او شاوخوا سیمو ګڼ شمیر مخور علماء کرام لکه د پکتیکا اوسیدونکی شیخ الحدیث مولوي راز محمد سلیمانزی، د ګیرو ولسوالۍ د دهسي خلیفه صاحب، د باتور کلي اوسیدونکی شیخ الحدیث مولوي جمال الدین صاحب،د باتور کلي اوسیدونکی مولوي صاحب مؤذن بلالي، د منار کلي اوسیدونکی مولوي صاحب عبدالمتین، د شلګر د ناکام کلي اوسیدونکی شیخ الحدیث مولوي نور محمد نعماني، د غزني د قره باغ مولوي صاحب داد الحق اخند زاده او ګڼ نور علماء کرام او مدرسین د مرحوم خلیفه صاحب محمد ابصر (رحمه الله) د تلمذ افتخار لري.

له امریکایي یرغل وروسته مرحوم مولوي صاحب یو ځل بیا د امامت او تدریس سپيڅلې وظیفې ته مخه کړه. په پیل کې ۹ کاله د پکتیکا د محمودخیلو په مصباح العلوم مدرسه کې د صدر المدرس او شیخ الحدیث په حیث پاته شو. وروسته د ګیرو ولسوالۍ د مزار کلي د خلکو په ټینګار د دې کلي امام شو او ورسره یې تدریس هم پیل کړ. نوموړي په دې مرحله کې د نور المدارس مدرسې سره هم  تعلق ساته او د دې مدرسې د کامیابۍ او یو ځل بیا احیاء لپاره یې هلې ځلې کولې.

د تصوف او تزکیې په سلسله کې کله چې په غزني ولایت کې د نقشبندیه مجددیه طریقې دوه ستر خلفاء ( خلیفه صاحب داد محمد غزنوي او خلیفه صاحب بشیر رحمهما الله) په حق ورسیدل، خلیفه صاحب محمد ابصر د دې طریقې تر ټولو مشر مرشد بلل کیده او د تصوف لارویانو ورته د قلعه جواد د حضراتو کرامو د استازي په حیث کتل.

 وفات یې

د خلیفه صاحب محمد ابصر ( رحمه الله) ژوند ځکه غنیمت ګڼل کیده چې نوموړی د تصوف د لارې یو داسې سالک و چې ورسره یې ژور دیني علم، فقهي استعداد، تدریسي مهارت او د عقل او دانایي پریمانه ذخیره هم درلوده. هغه د هغو علماء کرامو له جملې څخه و چې د خپل ژور علمي او روحاني استعداد په مټ د افراط او تفریط تر منځ د اعتدلال مسیر درک کولای شي. په اوس زمانه کې دا ډول علماء کرامو او د تصوف سالکینو ته ډير ضرورت دی. ځکه که له یوې خوا د واقعي علمي استعداد قحط محسوس دی، بل اړخ ته د تصوف او تزکیې لاره د دین د یوې بشپړې او کاملې شعبې په حیث د عامو مسلمانانو او ځینو اهل علمو له نظره پرېوتې. نو ځکه داسې خلکو ته ډيره اړتیا ده چې هم د ظاهري علم په زیور سمبال او هم د روحاني استعداد خاوندان وي.

جناب خلیفه صاحب مولوي محمد ابصر ( رحمه الله) له یو عمر دیني خدماتو وروسته د د ۱۴۴۱ هـ ق کال د جمادی الاخر میاشتې په اتمه نیټه خپل روح د اجل داعي ته وسپاره. الله تعالی دې قبر د جنت باغچه کړي او الله تعالی دې ټول حسنه اعمال ورته قبول او منظور وګرځوي. آمین یا رب العلمین.

 

 

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د