افغانستان

ارګ: له طالبانو سره د سولې په اړه زموږ او امريکا دريځ يو دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له طالبانو سره د سولې په اړه د دوی او امريکا دريځ یو دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي ويلي، د امريکا او افغانستان ولسمشرانو په تېرو دوو مياشتو کې دوه ځله ليده کاته کړي او دواړه لوري له طالبانو سره د سولې په اړه يو دريځ لري.

نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په ازبکستان کې رسنیو ته وويل، دوی له طالبانو د جګړې تشدد کمولو عملي وړتيا او ژمنتيا غواړي.

د ارګ وياند د سولې په اړه د کابل او واشنګټن د دريځ يوالي ادعا په داسې حال کې کړې، چې تر تېرې اونۍ پورې هم صدیق صديقي او د ګډ حکومت د مشر اشرف غني دوهم مرستيال سرور دانش ويلي و، حکومت د قطر له وروستيو خبرو معلومات نه لري او د سولې له روانې پروسې ګوښه ساتل شوی دی.

حکومت تر دې وړاندې ويل، چې د تاوتريخوالي کمول ګټه نه کوي او طالبان باید د سولې له تړون مخکې بشپړ اوربند اعلان کړي.

د ارګ وياند زياته کړې، چې نږدې يو کال د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې وشوې، خو طالبانو تر اوسه هم د تاوتريخوالي کمولو پرېکړه نه ده کړې.

طالبانو ويلي، د سوله ييز ماحول د رامنځته کولو په موخه يې د سولې له تړون مخکې د يوې اونۍ لپاره د جګړې تشدد کمولو پرېکړه کړې، خو امريکا وخت پر وخت اضافي او نوې غوښتنې رامنځته کوي، چې له امله يې د سولې تړون له خنډونو سره مخ دی.

د يادونې وړ ده، چې امريکا او حکومت په داسې حال کې له طالبانو د جګړې تشدد کمولو غوښتنه کوي، له تېرو څو ورځو راهيسې د حکومت او بهرنيو ځواکونو په بمباريو او عملياتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

It looks like the Taliban finally lost the ground through these negotiations.
However, the Taliban may have received lots of tranquility by staying in beautiful and expensive Doha for the last several years. This must have helped them calm down, raise hands, and surrender.

Zubair

طالبان چي څونه استراحت کوي هم دومره لس چنده د مشکلاتو برداش هم لري د طالب څخه هیڅ کله د تسلیمی امید مه کوی.

مجاهد

غلامان تل د بادارانو به قومانده او دستور عمل کوی ، مګر اصطلاحاتو کی باید څه بدلون راشی . غلامان د دریز او تصمیم خبره نه شی کولای دریز او تصمیم د بادارانو او خپلواکانو کار دی نه د غلامانو او بلواکانو.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x