افغانستان

طالبان: د سولې لپاره زموږ دريځ اصولي او متحد دی، ستونزه په امريکايي لوري کې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبانو د سولې په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وروستۍ څرګندونې رد کړي او وايي، چې د روان بحران د حل هوډ او توان لري، د سولې لپاره اصولي دريځ لري او ټوله ستونزه په امريکايي لوري کې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د مايک پومپيو وروستيو هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې طالبان دې د جګړې تشدد کمولو لپاره عملا خپله وړتيا او ژمنتيا وښيي.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې طالبان د روان بحران د حل هوډ او وړتيا لري، خو د سولې خبرو بهیر د ټرمپ ټويټ، د امريکا ګڼو غوښتنو او په کابل او امريکا کې د چارواکو اختلاف له امله له خنډونو سره مخ شوی دی.

د طالبانو وياند د امريکا بهرنيو چارو وزير ته په ځواب کې ويلي: « ښاغلی پمپیو دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه را اچوي، زموږ موقف اصولي او متحد دی، دریځ مو د مقابل لوري په شان متزلزل نه دی.»

طالبان وايي، د سولې په اړه يې دريځ اصولي او متحد دی او په وينا يې د مقابل لوري دريځ ټکنی دی.

ښاغلي مجاهد دا اعلاميه په داسې حال کې خپره کړې، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهايي شوي، خو د اټکل خلاف د سولې تړون له خنډونو سره مخ شوی دی.

طالبان وايي، د هوکړې لاسليک لپاره يې د سوله ييز چاپېريال رامنځته کولو پرېکړه کړې، خو امريکا وخت پر وخت اضافي او نوې غوښتنې رامنځته کوي.

طالبانو دا نه دي ويلي، چې د امريکا له لوري اضافي او نوې غوښتنې کومې دي، خو امريکايي چارواکو ويلي، طالبان دې د يوې اونۍ پر ځای د اوږدمهال لپاره د جګړې تشدد کم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

You Taliban deserve this shame.
KAGAH KHOLA PA KHABARO NA, BALKI PA SOOK SAMEEGI

نواب

طالب مشرانو سر خلاص کری امریکا سوله نکوی دا په نوم سوله دترمپ دانتخاباتو لپاره ده تر سو دخلکو نه رایه واخلی او ترمپ یوزل بیا رئیس جمهور شی، هسی وخت مه ضایع کوی.

Adam Khan

Nawab Khana taso kha khabara kawai
dasi malomeegi che taleban reshtia ham kha zari aw sada khalak di

Adam Khan

Nawab Khana staso khabara sama da

عبد الله

پاک طالبان دی دا خبره یاد ساتی چی امریکایان چی هر وخت تاونی کیزی بیا دوی ته تعهد، انسانی کرامت او د بل شخصیت یا هیواد تخریب نه دی مهم. نو ددی ظالمانو سره په خبرو او موافقتنامو په توافق کی باید د پوره دقت او تدبیر خخه کار واخیستل شی. دوی زیات کوشش کوی په لمری سر کی په مقابل طرف کی اختلاف او جاسوسان پیدا کری، امیر خان متقی چی یی په طالبانو کی پیدا کری وو.

الحاج استاذ بیانزی

که امریکا په دی وتوانیږی چه د مذاکراتی ټیم مهم طالبان په بیه رانیسی کله به هم له افغانستان څخه په خوښه ونه وځی. د طالبانو له بیه اخستنی وروسته به دوی څه کوی؟ لمړی: د غلامی اداری سره به طالبان خبرو ته کینوی یعنی غلامه اداره به مشروع او په رسمیت پیژنی چه له امله به یی اشغال مشروعیت او رسمیت تر لاسه کوی. دوهم : مشرتابه وو ته به څو وزارتونه ورکړی او څه وخت وروسته به یی ترور کړی. او لا به یی په ورته د پرونو جهادی رهبرانو په شان د کور دننه معاشونه ورکوی .… نور لوستل »

مجاهد

سوله داسلام یو او سیاست یی بل نوم دی ، جنګ او فساد د کفر یو نوم او حق پتونه یی بل نوم دی . کفر حق پټونی ته وایی د حق پټونی د پاره دروغو، غلا او درغلیو ته اړه لری. امریکایی اشغلګر کله هم سوله غواړی استثمار په سوله کی نه جنګ او ګډوډیو یا بی عدالتیو کی تر سره کیږی هغوی کله هم سوله نه غواړی د اسلام سپیڅلی دین سره یی دشمنی په همدی سوله ،الهی نظام او الهی عدالت کی ده چه د دوی د استثمار مخه نیسی. دوی هله سوله غواړی چه ناهیلی شی… نور لوستل »

محمدظاهر حلیمی

اتش بس زمان نافظ میشودکه فضای اعتمادموجودباشد ګفتارپمپیو ایجادموانع درپروسه صلح است افغانها بایدمتکی به نظریات سالم خودراجع به صلح باشدامریکا هیچ وخت نمیخواهنددروطن صلح برقرارشود

عبدالمالک همت

دغه د عبدالله په تبصره کي دغي خبري زيات اندېښمن او خواشينی کړم: «دوی (امريکايان) زیات کوشش کوی په لمری سر کی په مقابل طرف کی اختلاف او جاسوسان پیدا کری، امیر خان متقی چی یی په طالبانو کی پیدا کری وو.» څنګه چي د اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال ما د متقي صاحب سره پېژندل، نو بده مي نه ده پر پېرزو. يو وخت پخوا دغه خبري د مولوی صاحب متقي او د هغه د ورور په هکله له طالبانو څخه بېلو سوو کسانو (ملارسول ډلي) کولې، اوس مغرضي امريکا پلوي رسنئ د قطر له مذاکراتي ډلي څخه د… نور لوستل »

عبد الله

عبدالمالک همت وروره لیکلی سند نه لرم خو هغوی چی یی نه منی هغوی دی هم لطفا په مستند شګل رد کری. خو ما خپله د طالب طرف کی جاسوسان لیدلی دی. زما د ملګری اخشی چی مناسبه قواره یی هم درلودل دامرکایانو کارمند وو، وظیفه یی داوه چی پر هغه زای چی طالبانو اوسی مخصوص غمیان ور سره وه هغه به یی پر هغه منطقه غورزول چی بیا به الوتکو هغه زای بمباروی. پاته شوه په طالبانو کی د ای اس ای جوسوسان په پیخر دی چی ثبوت غوشتل یی هسی د وخت ضیاع ده. موژ د ملت په… نور لوستل »

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x