افغانستان

رسنۍ: حکومت معلوماتو ته د لاس رسي پر وړاندې خنډونه جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په کابل کې چاپي او بريښنايي رسنيو د حکومتي بنسټونو پر خلاف اعتراضي ناسته وکړه او حکومت يې معلوماتو ته د لاس رسي پر وړاندې پر خنډونو جوړولو تورن کړ.

د دېرشو چاپي او برېښنايي رسنيو مسؤولينو نن په کابل کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت مخته په يوه اعتراضيه ناستې کې وويل، په وروستيو کلونو کې د رسنيو ازادي او معلوماتو لاس رسی د حکومت له لوري له خنډونو او محدوديتونو سره مخ شوی دی.

د رسنيو استازو او مسؤولينو وويل، سره له دې، چې افغانستان د خبريالانو لپاره خونړی او ناامنه هېواد دی، رسنۍ يې د سيمې په کچه تر ټولو ازادې وې، خو په وروستيو وختونو کې د حکومتي بنسټونو له لوري دا لاسته راوړنې له ستونزو او خنډونو سره مخ دي.

د رسنيو د مسؤولينو په وينا معلوماتو ته د لاس رسي قانون او د رسنيو ملاتړ په تړاو حکومت دوه ګونی چلند کوي او له رسنيو سره د حکومت ناوړه چلند يوه عادي خبره ګرځېدلې ده.

د رسنيو مسؤولينو ټينګار وکړ، چې ټول حکومتي بنسټونه معلوماتو ته د لاس رسي مخنیوی کوي، خو ستره محکمه، لويه څارنوالي، ملي امنيت، ملي تدارکاتو اداره، د ولسمشرۍ ماڼۍ، بهرنيو چارو وزارت، ماليې وزارت، مرکزي بانک، کورنيو چارو او روغتيا وزارت تر ټولو ډېرې محدودې ادارې دي.

د رسنيو مسؤولينو په داسې حال کې حکومتي بنسټونه معلوماتو ته د لاس رسي پر وړاندې په خنډونو رامنځته کولو تورن کړي، چې حکومت د رسنيو او بيان ازادي د ديموکراسۍ اتلس کلنو لاسته راوړنو کې تر ټولو مهمې بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی !!! د کابل غلامی اداری غلام ریس او نور مشران یی فرمایی چه زمونږ د شلو کلو لاسته راوړنو به معامله نه کیږی او له منځه به نه ځی ، د بیان ازادی په دغو لاسته راوړنوو کی لمړی لمړی لویه لاسته راوړنه یادوی. همدغه رسنی چه د دوی په خوشه خبرونه به یی نشرول ، اوس به یی مغزه ځای په ځای شوی چه باید بیطرفه خلکو ته په لاس ورکړی نو غلامه اداره یی توهین کوی، هو، د غلو اداری دغلا خبرونه نشرول د غلو د غلا مخه نیول کیږی هغوی باید د بخوا به شان د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x