
بغلان: طالبانو يوه پوسته سقوط کړې او ۷ عسکر ورسره يو ځای شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو يوه پوسته سقوط کړې او په پلخمري ښار کې ورسره اووه دولتي عسکر يوځای شوي دي.
#الفتح:
مهم: تیره شپه د بغلان ولایت پلخمري ښار دوهمې حوزې اړوند چشمه شیر سیمه کې دکابل مزار به عمومي لاره د مزدورو عسکرو قرارګاه فتحه شوه.
دښمن د تلفاتو په لیدلو سره تښتیدلی، وسله او مهمات یې نیول شوي.
مجاهدینو ته زیان نه دی رسیدلی. pic.twitter.com/Hr9yhKLB0p— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) February 4, 2020
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو د مرکز پلخمري ښار د دوهمې حوزې اړوند چشمه شير سيمه کې د کابل- مزار شريف په لويه لاره د دولتي ځواکونو قرارګاه سقوط کړې ده او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې نيولي دي.
همدا راز د يو بل خبر له مخې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم اووه تنه دولتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي دي او طالبانو ته ورغلي دي.
#الفتح:
تیره ورځ د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ مربوطاتو کې دکابل ادارې ۷ تنه عسکر اوپولیس دحقائقو په درک کولو سره له خپلودندولاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.
د جلب و جذب مسئولینو د آرام ژوند ډاډ ورکړ.
د راغلو نومان: طاهر، رامین،زین الله، الله ګل، رحمت الله،نجیب او عیسی خان. pic.twitter.com/XsmYJhnKO0— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) February 4, 2020
طالب وياند تسليم شوي عسکر طاهر، رامین،زین الله، الله ګل، رحمت الله،نجیب او عیسی خان ياد کړي دي او ويلي يې دي چې يادو عسکرو ته د طالبانو د جلب او جذب کميسيون ولايتي مسؤلينو هرکلی ووايه او هغوی يې خپل عادي ژوند ته سوق کړل.
تر اوسه د بغلان ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې د دولتي ځواکونو له ليکو ګڼ شمير عسکر جلا کيږي او له طالبانو سره يوځای کيږي.
تيره ورځ هم د بدخشان ولايت راغستان ولسوالۍ کې اووه پوليس له طالبانو سره يو ځای شوي وو.
دا عسکر چی د طالبانو په خبره هغوی ته ورځی بیا نو د طالبانو چلند به دوسری څنګه وی، ثانیآ هغوی (عسکر) خو د یوې مړی ډوډی پیدا کولو لپاره د عسکری خدمت ته تللی ول، وس به طالبان دوی سره دومره کمک وکړی چی د دوی د فامیل خرڅ پری پوره شی هغه طالبان چی ډیری د مخدره د موادو د عشر په اخستلو سره ځانونه چلوی نو عسکرو سره به څه وکړی.
د خندا وړ !!!!!
زه به ستا د وژلو دپاره عسکر یم، به دغه وژلو معاش راکوی کله چه می ته ونیسی نو هغه معاش به بیا ته راکوی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ افرین اوس می ومنلی او په دی قانع شوم چه اشغلګر ستا په شان مبصرین لری باید ژر له هیواده پښی سبیکی کړی