
هند د ۱۹ کلنو نړیوال جام نیمه پایلوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د هندوستان ۱۹ کلنو لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته په ریکارډ ماتې ورکولو سره د نړیوال جام پایلوبې ته لار وموندله.
په دغه سیالۍ کې هند لوبډلې د پاکستان ټاکل شوی هدف پرته له کومې ویکټې غورځولو بشپړ کړ، او د نولس کلنو نړیوال جام د زیاتې ملګرتیا ریکارډ یې هم جوړ کړ.
د ۱۹ کلنو نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ۴۳.۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۲ منډې جوړې کړې.
هند لوبډلې ټاکلی هدف پرته له کومې ویکټې ورکولو د یشاشوي جاسوال په سلیزه په ۳۶م اور کې بشپړ کړ، او پایلوبې ته یې لار وموندله.
د ۱۹ کلنو نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه به د پنجشنبې په ورځ په ۶مه نېټه د نیوزیلاند او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
د یادونې ده چې د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې په کواټر پایلوبه کې د پاکستان پر لاس ماتې وخوړله او له نړیوال جام څخه بهر شوه.
The moment India secured a special victory over Pakistan 👏 #U19CWC | #INDvPAK | #FutureStars pic.twitter.com/23UT5e7FVI
— #CWC11Rewind (@cricketworldcup) February 4, 2020