ادبي لیکني

د کابل کیسې

شفيع اعظم

ماښام قضا مې سړک په سر يوې زړې ټیکسي ته لاس ورکړ.

موټر ته پورته شوم. د موټر ښیښه کې متوجه شوم چې د ټکسيوان مخ پړسېدلی.

استاده مخ دې ولې؟ هنداره کی یې مايوسه خندا وکړه وېل تېر شه ترې. مال خېر په کیسو به مزل لنډ شي.

شروع شو ويل د شپې ناوخته د کابل پوهنتون مخامخ علي اباد روغتون سره يوه سپينږيري بوډا او څنګ ته ولاړ ماشوم یې لاس راکړ.

استاده تر ده عربان قرغې مو ورسوه. ما ورته کړل چې سړک په سر به کوزېږئ. ويل یې ناروغې سياسري دې راسره.

له موټر نه مې چې وکتل دوه چادري پوښ ښځې وې. يوې یې تکيه وهلې ونې ته ناسته وه او بلې پايوازې له اوږې نيولې وه.

موټر مې ګوښه کړ او سورلي راپورته شوه.

حرکت مو وکړ. ښه مزل وروسته چې ساحې ته ورسېدو نو سپينږيري په لوړ اواز چيغه کړه چې: “طرف کوچه دور بخو”!

هنداره کې مې شاته سيت وکوت چې ګورم چادري نشته او پر ځای یې دوه ځوانان ناست دي. سړه خوله راباندې ماته شوه.

ويل یې: “هرچی داری بکش!”

لاسونه مې پورته کړل چې دغه زوړ موټر دی چې زړو اسنادو له لاسه د ورځې نشم ګرځېدلی، دا موبايل او دا څو افغانۍ. بيا مې سپينږيري ته مخ واړوه چې ته خو باور وکړه هېڅ نلرم.

سپينږيري په مخ کلک سوک راکړ او نورو ته یې کړل چې “تنبان اش را بکشيد پول ده نيکريش است”.

ما په عذر و ويل چې زه نيکر نلرم. شا لخوا یې يوه په چاقو په مخصوص اندام و وهلم. موټر یې چې بوته نو مخامخ د بل موټر د څراغونو رڼا شوه.

همدې رڼا سره سپينږيري، ماشوم او دوه ځوانان غیب شول.

مخ او پرتوګ مې په وينو وو.

په ډېر تکليف مې موټر چالان او په بيړه تر لنډ روغتون ولاړم.

وينه مې ډیره ضايع کړې وه. په ځان پوه نه وم چې د ورځې يولس بجې په هوښ راغلم. داستان راته يو نه باور کونکی تريخ خوب وو.

په غريو نيولي انداز یې وويل چې ډاکټر راته کړل يوه هفته استراحت وکړه.

خو زه یې په سبا کار ته را و وتم.

اخري جمله یې دا وه چې:

“وږی نس، مېرمن او بچي خو ډوډۍ غواړي”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x