شعـــــرونه

غزل؛ دانش ملنګ

دانش ملنګ

ږيره دې سپینه شوه توفیق دې دتوبې نشته
لکه چې نه ځې ستا جنت ته ارادې نشته

خلک ددین لپاره سوځي ګل ځوانۍ په لمبو
ستا عقیده کې رنګ دسپینې عقیدې نشته

خپل نېک اعمال به دې ژغوري کني بلها سخته ده
قبر کې لمر نشته بیجلي نشته ډېوې نشته

جزبه لرې خو چې تقریر ختم شي بیا ختمه شي
تروخت تړلې ده اثر دې دجزبې نشته

ژوند دشړېدلي پاڼ په غاړه لکه شپه تېرول
ژوندکې سکون نشته ارام نشته مزې نشته

له دېرشو واوښتې نیم ژوند دې په خزان خوړلی
مخکې اغزي دي ټول ښایست اوتماشې نشته

دانش ملنګه نصیحت درباندې نه لګیږي
یاره مزه دې دزړګي دایــــــنې نـــــــشته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x