افغانستان

اجرائیه ریاست: د ارګ له لوري جوړ شوی مذاکراتي ټیم د منلو وړ نه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې ارګ پرلپسې له طالبانو سره په مخامخ خبرو ټینګار کوي او مخامخ خبرې د افغانستان د جګړې د اختتام لپاره اړینې بولي، اجرائیه ریاست وایي، هغه پلاوی، چې د ارګ له لوري د افغانانو د خپلمنځي خبرو په موخه جوړ شوی، دوی ته د منلو وړ نه دی.

طلوع نیوز د اجرائیه ریاست د ویاند «مجیب رحیمي» له قوله لیکي، چې د ارګ له لوري د وړاندیز شوي پلاوي د تشکیل په برخه کې له سیاسیونو سره هیڅ سلا مشوره نه ده شوي؛ نو ځکه دا مذاکراتي ټیم د منلو وړ نه دی.

د رحیمي په خبره، هم د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو استازی «زلمی خلیلزاد» او هم زموږ نړیوال همکاران د یوه جامع، هر اړخیز او ملي مذاکراتي ټیم د جوړولو غوښتنه لري، تر څو وکولای شي، له طالبانو سره مذاکرات مخته یوسي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه رامخې ته کېږي، چې زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې افغانستان ته د خپل سفر په مهال د یوه همه شموله مرکچي پلاوي په جوړولو ټینګار وکړ.

بل لور ته ارګ بیا وایي، د مذاکراتي ټیم د جوړولو په مهال یې له ټولو سیاسي جهتونو او ګوندونو سره سلا مشورې کړې.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په دې اړه وايي « له سیاسیونو سره مشوره کوو؛ خو که له هر ګوند څخه استازي غوره کړل شي، نو یو اوږد لست ترې برابرېږي او نتېجې ته رسېدای نشو؛ نو ځکه ټولو لورو ته ښايي په حکومت باور وکړي.»

حکومت داسې مهال  د سولې په برخه کې له ژورو داخلي اختلافاتو سره مخ دی، چې تمه کېږي، په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د احتمالي توافق په تعقیب «بین الافغاني» خبرې پیل شي.

په داسې وخت کې، چې طالبانو له  ګډ حکومت سره د «نظام» په حیث خبرې کول رد کړي، افغان سیاسیون هم د سولې په پروسه کې د ارګ رول منفي ارزوي او په دې برخه کې د یوې بېلې طرحې په جوړولو اخته دي.

د شنونکو په باور، که د سولې په اړه د حکومت دننه اختلافات همداسې دوام پیدا کړي، دا کار به د حکومت مؤقف نور هم د طالبانو په وړاندې ټيټ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x