نظــر

د غربي رسنیو په نزد خره مهم دي که انسانان؟؟

حبیب مجاهد

وایي په غور کې په کومه جګړه کې د طالبانو په ډزو د اربکیانو هغه خره وژل شوي چې د عسکرو محاصره پوستو ته یې اکمالات کول. کیسه داسې وه چې طالبانو د افغانستان د نورو سیمو په شان د غور په چارسده ولسوالۍ کې هم په حکومتي ملیشو او اربکیانو د محاصرې کړۍ را تاو کړې او د اکمالاتو لارې یې پرې تړلې دي. اربکیانو هڅه کوله په خرو باندې خوراکي توکي خپلو پوستو ته تېر کړي، طالبانو ورته لار نیولې، ډزې یې پرې کړې په ډزو کې څلور خره وژل شوي. د اربکي قومندان دوه ماشوم زامن طالبانو ژوندي نیولي. وروسته اربکي قومندان خپله میرمن طالبانو ته لیږلې تر څو یې زامن ورپریږدي، طالبانو یې په دې ضمانت زامن ورخوشي کړي چې قومندان به وسله پر ځمکه ږدي او له دښمنۍ به لاس اخلي. همدا د پیښې ټول جریان دی.

اوس نو غربي رسنۍ له بي بي سي ونیسه بیرته تر بي بي سي پورې را لګیدلې دي او دې موضوع ته یې دومره هوا ورکړې چې نږدې ده په چین کې د کرونا وایرس توده موضوع تحت الشعاع وګرځوي. له ټویټر، فیسبوک وغیره ونیسه د معتبرو خبري اژانسونو او راديوګانو تر ویب پاڼو نږدې ټولې د غرب رسنۍ د ویر سریندې غږوي.

رسنۍ داسې مهال د خرو په مرګ ساندې وهي چې په همدې ورځ د غور په څنګلوري فراه ولایت کې امریکایي عسکرو او ګوډاګیانو یې ګڼ شمیر انسانان په عمدي ډول وژلي، ټپيان کړي او  یا یې درانه مالي زیانونه ور اړولي دي. د دوشنبې په سهار د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ مرکز ته څیرمه ګوډاګیو عسکرو د خلکو په کورونو د هاوان ډزې وکړې چې له امله یې یو سپین ږیری او یوه سپین سرې ښځه په خپل کور کې په شهادت ورسیدل. د همدې ولسوالۍ په لنګر سیمه کې یوه ورځ وړاندې وحشي عسکرو په کلیو کې د عملیاتو په بهانه د ( اصحاب صفه) په نوم مدرسه له ټولو کتابونو او لوازمو سره وسوځوله. د کلیوالو یو تراکتور او څلور موټرسایکل یې غلا کړل او د خلکو له وهلو ټکولو وروسته له سیمې لاړل.د دوشنبې په مازدیګر د فراه د مرکز په شمالګاه سیمه کې د عسکرو د هاوان په ډزو څلور ماشومان ټپيان او خلکو ته درانه زیانونه واوښتل. دا یوازې د غور د ګاونډي ولایت فراه د هغې ورځې حال دی چې په غور کې څلور خره وژل شوي وو.

تر دې یوه ورځ وړاندې بهرنیو الوتکو د کندز ولایت د «ګل تپې» ولسوالۍ اړوند «تپه بریده» سیمه کې د BHC په نوم یو کلینک بمبار کړ، چې له امله یې د روغتون یو  ساتونکی ټپي او د روغتون د ننه وسایل او درمل بشپړ له منځه لاړل. همدارنګه د روزګان ولایت د مرکز «ترینکوټ» اړوند «ده جوز» سیمه کې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو برید وکړ، چې په پایله کې یې د حاجي ولي محمد او حاجي ګلالي په نوم د دوو تنو کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون دوولس ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. خو که تاسو د بي بي سي او نورو خبري رسنیو ویب پاڼې سرچ کړئ د دې هیڅ پیښې راپور او خبر به په کې ونه ګورئ. ځکه په دې پیښو کې د امریکایي ځواکونو په ډزو انسانان وژل شوي. دا چې د غرب په قاموس کې د امریکا په ډزو وژل شوي مهدور الدم ګڼل کیږي نو ځکه یې رسنۍ مرګ هم، مرګ نه ګڼي. مګر د مقابل جانب په ډزو که د اربکیانو اکمالاتي خر ولګیږي بیا یې نو رسنۍ سر ټکی ګرځوي. همدا د غربي تمدن او معاصر تهذیب د منطق او عدالت خلاصه ده او بس . . .

د بشري حقوقو راپور وایي چې په تېر کال کې امریکایانو پر افغان اولس شاوخوا اته زره بمونه غورځولي او همدومره انسانان یې وژلي دي. دغه خاموش قتل عام له څو کلونو راهیسې روان دی، مګر رسنۍ یوازې دې ته منتظرې دي چې که په جګړه کې د امریکایانو کوم اجرتي خر مردار شي نو دوی به یې په اړه راپور ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

خرو ته به خامخا خرونه مهم وی .

غ.حضرت

کوم چا په فیسبوک کی د خرو د وژلو په هکله لیکلی دی:
طالبانو اوس سمه برادر کُشی پیل کړه.

غوربندي

پدې نقل قول ستاسو خوله بده مالوميژي، او که ښه درته برېښي نو بيا خو لدې وروسته د طالبانو کرامو په ژبه يانې پښتو باندې ليکلو څخه پرهېز وکړي.

جميل

پدی خرو کی به يی خامخا پر کوم يوه د خپل ورور ګمان کړيوی ، کنی انسان خو هيڅکله انسان په خرو کی نه شميری او نه خرونه په انسانانو کی .
عجيبه ده ليکل يی هم کول او تاسو هم په پوه سولاست .

عبد الله

کفار همدی ته ناست دی چی سنکه مسلمانان بدنام کری او هغوی خپل غلامان وګرزوی. نو که طالب خپل اولس قتلوی هم د هغوی ګته ده که بیچاره خره وژنی هم یی جهان ته داسی معرفی کوی چی دا یی مسلمانان چی حیوانات لا د جهاد په نامه وژنی.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x