
له چین وروسته په سعودي کې د مرغانو ویروس خپور شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په چین کې د کورونا ویروس له کبله په سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور پرې اخته شوي دي، خو اوس له سعودي څخه راغلي راپورونه وایي چې په دغه هېواد کې د مرغانو ویروس له کبله د چرګانو په یوه فارم کې ۲۲۷۰۰ مرغان مړه شوي دي.
د څارویو نړیوال سازمان (OIE) د سه شنبې په ورځ راپور ورکړی چې په سعودي عربستان کې د چرګانو په فارم کې د مرغیو انفلونزا (H5N8) ناروغۍ لومړي راپورونه ورکړل شوي دي.
یاد سازمان د سعودي د کرنې وزارت له خولې ویلي چې دغه ویروس په سدیر ښار کې کوم چې «د سعودي په منځ» کې پروت دی، رامنځته شوی او له کبله یې شاوخوا ۲۳زره مرغان وژل شوي دي.
دوی زیاته کړې چې د ویروس خپریدو مخنیوي لپاره یې پاتې ۳۵۸زره مرغان حلال کړي، او په یوه ځای کې یې پټ ښخ کړي دي.
عاجل | رويترز عن المنظمة العالمية لصحة الحيوان: السعودية أبلغت عن أول تفش لسلالة H5N8 المعدية من إنفلونزا الطيور
— الجزيرة – عاجل (@AJABreaking) February 4, 2020
د مرغانو انفلونزا یوه ویروسي ناروغي ده چې مرغۍ په نښه کوي خو وروسته انسانانو ته انتقالیږي.
باید وویل شې چې په چین کې د کورونا ویروس خپریدل هم له یوې ډوله مرغۍ خوړلو – چې دغه ناروغي په کې موجوده وه – وروسته انسانانو ته انتقال شوی او تر دې دمه شاوخوا ۲۳زره کسان پرې اخته شوي او ۴۲۷ تنه یې وژلي دي.