روغتیا

له پېله تر ننه د چین کورونا ویروس کوم کوم ځای ته رسیدلی؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د چین د هوبای ایالت په ووهان ښار کې د دیسمبر میاشتې په لومړیو کې د کورونا په نوم ویروس خپور شو چې تر دې دمه یې ۴۲۷ کسان وژلي، تر ۲۰زرو زیات پرې اخته شوي او د چین سربېره ۲۵ نورو هېوادونو ته خپور شوی دی.

چینایي چارواکي ددغه ویروس د مخنیوي لپاره سخت اقدامات عملي کوي، په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې هم ددې ویروس پېښې ثبت شوي او د خپریدو مخنیوي لپاره کار په سر دي.

ویل کیږي چې د کورونا ویروس د هغه «سارس» ویروس څخه چې په ۲۰۰۲-۲۰۰۳م کالونو کې خپور شوی و او له ۸۰۰ زیات کسان یې وژلي وو، کورونا ویروس په جینیاتي توګه ۸۰سلنه ورته دی.

اوس د کورونا ویروس له یوه کس څخه بل ته لیږد ثابت شوی دی، خو ساینس پوهان یې لا هم په څیړنو، تشخیصولو او واکسین چمتو کولو بوخت دي.

دلته هغه هېوادونو او سیمې په نښه کوو کومو ته چې په دې لنډه موده کې د کورونا ویروس د دیسمبر له میاشتې د فروري تر ۴مې نیټې رسیدلی دی:

چین

په کورونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره د تیرې دوشنبې ورځې د شمېرو له مخې له ۲۰زرو پورته شوې ده، زیاتره یې په ووهان ښار او شاوخوا سیمو کې دي، چې له مخې یې ۴۲۵ کسان وژل شوي دي، د مړینو ډيره برخه په هوبای ایالت کې شوي چې مرکز یې ووهان ښار دی.

۱۷ پېښې په شمول د یوه وژل شوي کس په هانګ کانګ کې ثبت شوي، زیاتره اخته شویو کسانو د ووهان ښار څخه لیدنه کړې وه.

۹ په ماکاو ښار کې پرې اخته شوي

۱ په تیبت ښار کې.

جاپان: اخته شوي ۲۰ تنه

سویلي کوریا: اخته شوي ۱۶ تنه

تایوان: اخته شوي ۱۰ تنه

سینګاپور: اخته شوي ۲۴ تنه

تایلند: اخته شوي ۱۹ تنه

ویتنام: اخته شوي ۱۰ تنه

مالیزیا: اخته شوي ۱۰ تنه

فیلیپین: له چین څخه بهر لومړی کس په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له کبله وژل شوی و، دغه راز یوه ښځه چې د ووهان ښار څخه فیلیپین ته تللې وه په دغه ویروس اخته شوې ده.

کمبودیا: اخته شوي ۱ تن

استرالیا: اخته شوي ۱۲ تنه

هندوستان: اخته شوي ۳ تنه

نیپال: اخته شوي ۱ تن

سریلانکا: اخته شوي ۱ تن

کانادا: اخته شوي ۴ تنه

امریکا: اخته شوي ۱۱ تنه

جرمني: اخته شوي ۱۲ تنه

فرانسه: اخته شوي ۶ تنه

ایټالیا: اخته شوي ۲ تنه

اسپانیا: اخته شوي ۱ تن

فینلیډ: اخته شوي ۱ تن

سویډن: اخته شوي ۱ تن

برتانیا: اخته شوي ۲ تنه

روسیا: اخته شوي ۲ تنه

متحده عربي امارات: اخته شوي ۵ تنه.

کارپوهان اټکل کوي چې پر کورونا ویروس به د اخته کسانو شمېر له ۷۵۰۰۰ تنو زیاتیږي، خو که چیرې یې په تشخیص او واکسین کې چټکتیا ونه شي ممکن د مړینو شمېر یې ډیر ژر له ۱۰۰۰ تنو پورته شي.

د چین د روغتیا سازمان زیاتوي چې له دغه ویروس څخه په مړو شویو کسانو کې یې ۸۰سلنه له ۶۰ کلنۍ پورته او ۷۵سلنه هغه کسان وو چې له ویروس وړاندې یې د زړه او شکر ناروغي درلوده.

ساینس پوهان وایي چې دغه ویروس له هغې څخه چې په ۲۰۰۲م کال کې راڅرګند شوی و زیات ګواښونکی نه دی، په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳م کالونو کې د سارس ویروس په چین کې له ۸۰۰ زیات کسان وژلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدظاهر حلیمی

مسلمه امته ته پکار ده چی د دی امراضواو ویروسونوپه اړه هیچ تشویش ونکړی ځکه الله ج چی هرانسان ته په ټاکلی نیټه مرګ رسوی هغه که ویروس مرض مرمی یا دنوروافتونولاآملونه وی دامراضوستونزو غمونه دهغه انسانان کوی چی دالهی رحمت څخه امیدنلری

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x