افغانستان

طالبانو د ملکي تلفاتو په برخه کې د بشري حقوقو د کمېسون راپور رد کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د کابل حکومت  بشري حقوقو خپلواک کمېسیون د کلني راپور په خپرولو سره ۲۰۱۹ میلادي کال د ملکي وګړو لپاره خونړۍ کال وباله او طالبان یې د ملکي تلفاتو د زیاتې برخې مسئولین یاد کړل، طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، دا د بشري حقوقو د کمېسیون پروپاګند دی.

تېره ورځ د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یوه راپور په خپرولو سره تېر میلادي کال د افغانانو لپاره د سولې د هڅو په دوام سربېره خونړۍ وباله او یاده یې کړه، چې په تېر کال کې ټولټال ۱۰۷۷۲ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له منځه يې ۲۸۱۷ تنه مړه او ۷۹۵۵ نور ټپیان شوي.

په خپاره شوي راپور کې طالبان د اویا سلنه ملکي تلفاتو مسئولین بلل شوي.

د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» دې راپور ته په غبرګون کې لیکلي «د بشرحقوقو په عنوان د کابل ادارې یوې څانګې پروپاګند کړی چې د ملکي تلفاتو ۷۱ سلنه د مجاهدینو لخوا اوښتي!!؟ موږ دغه پروپاګند په کلکه ردوو.»

د مجاهد په خبره، دا ډول ادعا دخلکو په سترګوکې دخاورو شیندل دي، تر ۹۰ سلنه زیات تلفات د بهرنیانو او کابل حکومت له لوري رامنځته کېږي.

د بشري حقوقو کمېسیون داسې مهال طالبان د ملکي تلفاتو د زیاتې برخې مسئول ګڼي، چې امریکا وايي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې یې د تېرو لسو کلونو په پرتله زیاته بمباري کړې او زرګونه بمونه یې د افغانستان په خاوره غورځولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x