افغانستان

ټرمپ: د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو هڅې دوام لري، غواړو خپل سرتېري کور ته راستانه کړو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، امریکایي کورنیو د افغانستان د جګړې ستره بیه پرې کړي او دوی هڅه کوي، دا جګړه نور پای ته ورسوي او خپل پوځیان کورونو ته ستانه کړي.

ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا ملت ته د خپلې کلنۍ وینا په مهال وکړې، نوموړی وویل « امریکایي کورنیو د افغانستان د جګړې ستره بیه پرې کړه، د لته داسې کورنۍ شته، چې غړي يې د افغانستان په جګړه کې له لاسه ورکړي.»

ټرمپ زیاته کړه «په افغانستان کې زموږ سرتېري فوق العاده ماموریت سرته رسوي، هلته موږ د سولې هڅې روانې کړې او زیار باسو، خپل فوځونه له دې هیواد څخه راوباسو، کور ته یې راولو او په دې توګه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدو.»

د ټرمپ په خبره، دده اداره نه غواړي زرګونه افغانان په جګړه کې ووژل شي، ځکه په خبره یې، د وژل کېدونکو په مینځ کې «بې ګناه» خلګ هم شته.

ټرمپ یو ځل بیا داسې مهال له افغانستان څخه د خپلو عسکرو په ویستلو ټينګار کوي، چې په قطر کې د طالب او امریکایي لوري تر منځ روان مذاکرات ټکني شوي ښکاري او طالبان یې مسئولیت امریکا او کابل حکومت ته ور له غاړې کوي.

د طالبانو په خبره، د مذاکراتو په مهال د امریکا نوي فرمایشونه او غوښتنې ددې سبب شوې، چې د سولې توافق وځنډېږي او تر منځ یې خنډونه واقع شي.

بل لور ته کابل حکومت بیا وایي، د سولې په برخه کې د امریکا له متحده ایالاتو سره ورته دریځ لري او ډونالډ ټرمپ بګرام ته د سفر په مهال له اشرف غني سره د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې ځیني هوکړې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

When a girl says NO that means YES, but when a politician says YES that means NO
BAKHANA GHOARAM

Adam Khan

When a girl says NO that means YES, and when a politician says YES that means NO
BAKHANA GHOARAM

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x