
امریکا: د کانګرس مشرې د ټرمپ د وینا پاڼې څیرې کړې/ويډیو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس مشرې «نانسي پلوسي» د ولسمشر «ټرمپ» د کلنۍ وینا پاڼې په عمومي ناسته کې وشلولې.
پېښه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر له لوري ملت ته د کلنۍ وینا په وروستیو شېبو کې وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې ټرمپ نانسي پلوسي ته له لاس ورکولو نټه وکړه.
دغه پېښه، چې د امریکا د حکومت دننه د «ډيموکراټانو» او «جمهوریت غوښتونکو» ژور داخلي اختلافات څرګندوي، په ټولنیزو رسنیو باندې ورته پراخ پوښښ ورکړل شوی.
دا لومړی ځل نه دی، چې ټرمپ او نانسي پلوسي د یو بل په وړاندې درېږي، څو میاشتې وړاندې هم ټرمپ نانسي پلوسي ته هغه مهال د نظامي الوتکې له ورکولو ډده وکړه، کله چې نوموړې غوښتل افغانستان ته سفر وکړي.
یاده دې وي، چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ملت ته په خپله کلني وینا کې، د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو او له دې هیواد څخه د خپلو پوځيانو په ایستلو ټینګار وکړ.
ټرمپ د افغانستان جګړه «بې پایانه» یاده کړه، د افغانستان د سولې په پروسه کې یې د پرمختګ خبر ورکړ او ياده یې کړه، چې امریکا ددې جګړې له امله ستره بیه پرې کړې.