د نن سرلیکنه

سوله د یوه افغاني مسؤلیت په توګه

نن ټکي اسيا سرليکنه

په دې وروستیو کې چې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې یوځل بیا ټکنی شوې دواړه لوري یو پر بل د خبرو د ټکني کیدو پړه اچوي.

مایک پامپیو ازبکستان ته د خپل سفر په مهال له رسنیو سره په څرګندونو کې وویل چې له طالبانو سره د سولې موافقه نږدې شوې وه مګر دا چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو لپاره اراده یا ظرفیت نه درلود هغه نیمګړې پاتې شوه.

طالبانو بیا د مایک پامپيو د څرګندونو په غبرګون کې د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره وویل چې هغوی د یوه اصولې موقف په خپلولو سره د ستونزې د حل اراده او ظرفیت لري ، د سولې هوکړه دوی نه ؛ بلکې د ټرمپ ټویټ، د امریکایانو متعددو غوښتنو او د سولې په اړه د کابل او واشنګټن ترمنځ اختلافاتو ټکنی کړی.

د سولې په خبرو کې که ځنډ، خنډ او تعلل د هر لوري او هر چا لخوا وي زور یې تر افغان ولس خیژي.

همدا اوس لیدل کیږي چې په شمال کې په مسلسل ډول د ړندو بمباریو او جګړو له امله په یوه اونۍ کې تر پنځوس زیات ولسي وګړي وژل شوي.

همدا راز د افغانستان د بشري حقونو د وروستي راپور له مخې په تیر میلادي کال کې یولس زره ولسي وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې.

که دا جګړه نوره هم غزیږي او سختیږي ولسي وګړو ته به یې تلفات تر دې هم زیات وي.

سره له دې چې ولسمشر ټرمپ کانګریس ته په خپلې کلنۍ وینا کې ویلي چې دی غواړي د افغانستان جګړه ختمه او نور د افغانانو ویني نه وبهوي ، خو له بده مرغه چې په عملي لحاظ په افغانستان کې د امریکایانو لخوا داسې څه نه ترسترګو کیږي چې د ټرمپ د دغې وینا مصداق وګرځول شي.

په انساني او اخلاقي لحاظ دا د هرچا مسؤلیت دی چې په افغانستان کې د جګړې او وینې تویه ولو مخنیوی وکړي خو دا چې د دې تحمیلې جګړې اصلي متضررین افغانان دي نو د هغې په ختمولو کې تر بل هر چا خپله د افغانانو مسؤلیت زیات دی چې په دې لاره کې هلې ځلې زیاتې او داسې لارې چارې په کار واچوي چې امریکایان ، سیمه او خپل ګاونډیان په افغانستان کې د جګړې پایته رسولو ته قانع او مجبور کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close