فیسبوک ۱۶ کلن شو، دلته یې په اړه جالب معلومات ولولئ!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): پرون ورځ د سه شنبې ورځ د فبروري په ۴مه نېټه فیسبوک خپله شپاړسمه کلیزه ولمانځله، مونږ دلته د شرکت په اړه یو شمېر جالب حقایق وړاندې کوو کوم چې اوس د ملیاردونو ډالرو ارزښت لري.

ایا پوهیږئ چې د فیسبوک لپاره نیلي او سپين رنګ ددې بنسټ ایښودونکي ته ورګرځي، ځکه چې مارک زوکربرګ د سور او توت پاڼي شین رنګ سره حساسیت لري.

زرکربرګ اوسمهال ۳۵ کلن دی، په داسې حال کې چې د نوموړي عاید ۷۷ ملیارده ډالر دی، هره ورځ فیسبوک ته شاوخوا ۲.۵ ملیارده کاروونکي داخلیږي، په تیرو دریو میاشتو کې د مارک زورک عایدات ۲۵سلنه لوړ شوي دي.

فیسبوک له شک پرته یو له څلورو مخکښ ټکنالوژي شرکتونو څخه دی، په دې لیست کې امازون، ایپل او ګوګل وړاندې دي، په داسې حال کې چې ددې پېل د امریکا هارورد پوهنتون په یوه ساده خونه کې شوی.

مارک زوکربرګ چې په ۲۰۰۳م کال کې یې په هارورد پوهنتون کې د زده کړو دویم کال و، د (Facemash) په نوم د لوبې په بڼه یو ویب سایټ رامنځته کړ، چې په لومړي سر کې په دغه ویب سایټ کې د دوه زده کونکو عکسونه پرتله شوه، بېلا بېلو خلکو به د غوره عکس په نښه کولو لپاره له دغه ویب سایټ څخه لیدنه کوله، ویبپاڼه وتوانېدله چې په لومړي سر کې ۴۵۰ کسان راجلب کړي، مګر په راتلونکو څلورو ساعتونو کې دغې پاڼې ته ۲۲۰۰۰ عکسونه پورته شول.

لکه څرنګه چې فیس ماش په چټکۍ سره وده وکړه د هارورد پوهنتون ادارې لخوا د امنیتي سرغړونې او محرمیت په تور وتړل شو او زوکربرګ یې لرې کړ. که څه هم له زوکربرګ څخه هغه مهال تورونه ختم شول خو خپل هنر يې په یوه نوي سایټ چمتو کولو بوخت کړ، داسې یو ویب سایټ یې جوړ کړ چې کاروونکي عکسونه ورپورته کوي او تبصره هم کولی شي، دغه ویب سایټ یې د ملګرو سره شریک کړ چې هره یوه پرې تبصرې وکړې.

«فیسبوک» د هغې لوحې سرچینه ده چې د ملګرو عکسونه او لومړي معلومات پرې ځړول شوي، تر څو زده کونکي له یوه بل سره وپيژني.

په ۲۰۰۳م کال کې فیسبوک یوازې د لوحې په توګه و چې ځینې زده کونکو به پرې له نورو ګروپونو څخه معلومات شریکول، مګر د ۲۰۰۴م کال په جنوري میاشت کې زوکربرګ د خپلو څیړنو له لارې وتوانېد فیسبوک (The Facebook) په نوم یاد کړي او ددې ځانګړی ډیزاین وکړي، په دې لړ کې مارک زوکربرګ د ادوارد سافیرن سره وکتل او په دې سایټ کې یې د ۱۰۰۰ ډالرو پانګونې هوکړه وکړه. او فیسبوک د ۲۰۰۴م کال فروري میاشتې په ۴مه نېټه رسما پېل شو.

له ۲۰۰۴م کال څخه تر ننه د فیسبوک کلنی پرمختګ دلته کتلای شئ:

https://www.forbes.com/pictures/fi45eefdgd/2009-facebook-homepage-2/#31e2c8ec344c

په لومړي سر کې د هارورد پوهنتون ځینې زده کونکو د فیسبوک غړیتوب درلود، د لومړۍ میاشتې په جریان کې د یاد پوهنتون نیمایي زده کونکي ددې برخه شول مګر په مارچ میاشت کې د سټانفورډ او کولمبیا وییل پوهنتونونو ته خپور شو.

د خپریدو دغې سلسلې دوام وکړ چې په ۲۰۰۵م کال کې د فیسبوک شرکت د ۲۰۰زره  ډالرو په بدل کې د (facebook.com) ډومین واخیست، او د ۲۰۰۵ کال تر پایه د فیسبوک کاروونکي ۶ ملیونه کسانو ته ورسېدل.

د ۲۰۰۷م کال په وروستیو کې فیسبوک د کار ۱۰۰زره پاڼې درلودې، کومو چې احتمالي پیردونکي راجلب کړل، او دغه پاڼې د ګروپ په توګه پېل شوې، مګر د ۲۰۰۸م کال په اکتوبر میاشت کې فیسبوک د ایرلینډ په مرکز ډوبلین ښار کې د خپل لومړني ستر نړیوال مرکز د پرانیستلو اعلان وکړ.

فیسبوک هره میاشت له ۲ ملیارده او ۴۰۰ ملیونه زیات کاروونکي لري، دا په نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو تر ټولو زیات استعمالیدونکی شرکت دی.

دغه راز مارک زوکربرګ د ۲۰۱۴م فروري میاشتې په ۱۹مه نېټه په ۱.۵ ملیارده ډالرو د واټس اپ اپلیکیشن اخیستلو اعلان وکړ چې اوسمهال په ورځني ډول له ۳۰۰ ملیونو زیات کارونکي لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د