نړۍ

اسرائيلي او اماراتي چارواکو په سپينه ماڼۍ کې په خپلمنځي همکارۍ هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امريکا اکسيوس خبري ويب پاڼې ليکلي، اسرائيلي او اماراتي چارواکو د تېر کال په ډیسمبر میاشت کې په سپينه ماڼۍ کې د امريکا په منځګړيتوب ځانګړې ناسته کړې او درې واړو هېوادونو په سيمه کې د ایران پر ضد په خپلمنځي همکارۍ هوکړه کړې ده.

اکسيوس ويب پاڼې ليکلي، دا ناسته د تېر ۲۰۱۹ کال د ډيسمبر په ۱۷مه په سپينه ماڼۍ کې شوې ده.

راپور زياتوي، سپينه ماڼۍ هڅه کوي، په سيمه کې له اسرائیلو او متحده عربي اماراتو سره ګډ ايتلاف نور هم قوي کړي.

اکسيوس د لوړپوړو امريکايي او اسرائيلي چارواکو له قوله ليکلي، چې په دې درې اړخيزه ناسته کې د ټرمپ زوم او ستر سلاکار جاريډ کوشنر ډېر رول لوبولی دی.

اکسيوس د باوري سرچينو په حواله ويلي، اماراتي او اسرائيلي چارواکو پر یوه بل د بريد نه کولو او په ګډه د ایران پر خلاف د کار کولو هوکړه کړې ده.

د سرچينې په وينا په دې ناسته کې د امريکا د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين، د اسرائيلو د ملي امنيت سلاکار مئير بن شبات او په واشنګټن کې د متحده عربي اماراتو سفير يوسف العتیبة ګډون درلود.

تر اوسه امريکا، اسرائيلو او ابو ظبۍ په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x