افغانستان

دنيا ورځپاڼه: د سولې تړون د کابل او واشنګټن د ستونزو له امله ځنډېدلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې دنیا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ويلي، له طالبانو سره د سولې تړون په اړه کابل او واشنګټن اختلافات لري او له همدې امله دا تړون ځنډول شوی دی.

سرمقاله زياتوي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهايي شوي، خو د ځنډ او خنډ لامل يې د کابل او واشنګټن ترمنځ نه همغږي او اختلافات دي.

ورځپاڼې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هغه څرګندونې هم راخيستي، چې له طالبانو يې غوښتي و، د سولې تړون لپاره بايد خپله وړتيا او ژمنتيا وښيي او د جګړې تشدد راکم کړي.

دنيا ورځپاڼې د طالبانو د وياند ذبیح الله مجاهد هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې، چې د سولې تړون لاسليک د امريکا د متزلزل سياست او د کابل او امريکا د اختلافاتو له امله ځنډول شوی دی.

تر دې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين هم امريکا غږ راډيو سره په خبرو کې ويلي و، له امريکا سره يې خبرې نهايي شوي، خو د امريکا د اضافي او نوو غوښتنو له امله د هوکړې لاسلیک ځنډول شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

کابل د پاکستانیانو طرحه (د تاوتریخوالی کمول) نمنی. تاوتریخوالی په څه معنی خو تاسی خپله ووایی؟

دا پدی معنی چی پر امریکایانو به برید نکوو، خو نور چی هر څه کوو هغه به کوو. دا طرحه د پنجابیانو لخوا د قطر میشتو خیټورو ملایانو ته ورکړل شوې هغوی چی د پاکستان لخوا ګمارل شوی او د پاکستانیانو نمایندګی کوی. دا طرحه نه دنیا ته قبول وړ ده او نه هم افغانانو ته. امریکایان چی د افغانانو غږ نه اوری بهتره به دا وی چی مستقیمآ له پاکستان سره خبری وکړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x