افغانستان

طالبان: ايا د امريکا له لوري جنګي جرايم او د سولې خبرو دوام شونی دی؟

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبانو يو ځل بيا پر امريکايي چارواکو نيوکه کړې، چې د سولې پروسه د امريکا او کابل حکومت نه همغږۍ او اضافي غوښتنو له امله ټکنۍ شوې ده.

د طالبانو له رسمي ادرسه «د ورځې خبره» په عنوان خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، امريکا د سولې په خبرو کې داسې موضوعات راپورته کړي، چې د امريکا او طالبانو له تړون وروسته لوظنامه کې ورته د حل ځای ورکړل شوی دی.

طالبان وايي، امريکا يوه لور ته د سولې غوښتنه کوي او بل لور ته د ملکي وګړو په وژنو جنګي جرايم ترسره کوي او له داسې کړنو ښکاري، چې امريکايان د سولې په خبرو کې جدي نه دي.

په دغه اعلاميه کې راغلي، امريکايي چارواکو له دوی سره منلې، چې د افغانستان په کورنيو چارو کې به لاسوهنه نه کوي، خو اوس يې د کابل اداره په خپلو کې سره اچولې، هر لوری د پردې تر شا ټپوي او د ملاتړ ډاډ ورکوي او له دې لارې غواړي په خړو اوبو کې کبان ونيسي.

طالبانو ويلي، امريکا يوه لور ته له دوی د تاوتريخوالي د کمولو غوښتنه کوي او بل لور ته يې د کابل ادارې سره په ګډه د ملکي خلکو وژلو، ځورولو او د عام المنفعه املاکو ويجاړولو ته کار ویلی او په وينا يې دا کار جنګي جنايت دی.

طالبانو د بشري حقونو له بنسټونو هم غوښتي، که د ملکي وګړو وژنې او ځورول جنګي جنايت نه وي، نو د جنګي جرمونو تعريف دې روښانه کړي.

طالبانو د بهرنيو او دولتي عسکرو له لوري په تېرو څو ورځو کې د ملکيانو مرګ ژوبلې د زياتېدو يادونه هم کړې ده.

اعلاميه زياتوي، دا ناشونې ده، چې يوه لور ته دومره جنګي جنایتونه روان وي او بل لور ته د سولې مذکرات دوام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x