افغانستانروغتیا

بدخشان کې د تنفسي ناروغۍ له امله ۲۳ ماشومان مړه شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د بدخشان د ولايتي شورا غړي وايي، په دغه ولايت کې سينه بغل ته ورته د تنفسي ناروغۍ له امله تر پنځو کلونو لږ عمر لرونکي ۲۳ ماشومان مړه شوي دي.

د بدخشان د ولايتي شورا غړي احمد جاويد مجدد ويلي، د يمګان ولسوالۍ وشنګان سيمې په دوو کليو کې ۲۳ ماشومان د تنفسي ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د چارواکو په وينا د ناروغۍ لامل تر اوسه نه دی معلوم، خو ويل کيږي، دا تنفسي ناروغي سينه بغل ته ورته ده او په يوه ورځ کې يې د ګڼو ماشومانو ژوند اخيستی دی.

د بدخشان د عامې روغتيا رياست وايي، مرستندوی او پلټونکی ټيم يې سيمې ته لېږلی، تر څو د ناروغانو درملنه او ناروغۍ تشخيص له نږدې وکړي.

د بدخشان د عامې روغتيا رئيس ډاکټر نور خاوري ويلي، د يمګان ولسوالۍ شنګان سيمه لرې پرته ده، هلته د مخابراتي شبکو فعاليت هم نه شته او له همدې امله د پېښې شوې ناروغۍ او د قربانيانو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د عامې روغتيا رئيس زياتوي، داسې پېښې د هر کال په ژمي کې د سختو سړو له امله رامنځته کيږي او دوی هڅه کوي، چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره جدي تدابير ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x