ټولنیزه برخه

د پنځو دینارونو کیسه«لومړۍ برخه»

حامد افغان

دا د الجزائر هیواد د یوه بوډا رښتینې او خوندوره کیسه ده

د روغتون په لور

د عربي هیواد الجزائر یو بوډا کیسه کا چې څوارلس کلنه لور مې ناروغه شوه، ډاکټرانو راته وویل چې د پلازمینې لوی روغتون ته یې ورسوه. په الله مې توکل کړ او پلازمینې ته په سفر روان شوم. هلته چې ورسیدم د اړوند څانګې پوښتنه مې وکړه، هغه ډېره لېري وه، باید موټر کې سړی ورغلی وی خو زه له مجبوري پلی روان شوم.

د موټر اوږد سفر، زما بوډاتوب او کمزوری بدن او د لورکۍ ناروغي مې ډېر زورولم، مزل مې نه شوی کولی، لیږ به ولاړم بیا به کېنستلم، پخپل بدحالت او سختۍ به مې غونی راډک شو، غریو به ونیولم، له سترګو به مې اوښکې روانې شوې خو هغه به مې له لورکۍ نه پټې وچې کړې. نه مې غوښتل ناروغه لور مې په ژړا وویني.

مهربانه ځوان سره مخامخ کیدل

زما د ترحم وړ په دې کمزوري حالت کې ښایسته موټر راغی، زما څنګ ته ودرید، دنګ او تروتازه ځوان ورنه راښکته شو، سپین د ډاکټرانو اوږد کمیس یې اغوستی و، د کار کارت یې غاړه کې راځړیدی، زما نه یې زما د اړتیا پوښتنه وکړه. زما غونی ژړا غوټه کړ او ژړا مې غږ رابند کړ.

ځوان راته وویل: اکا د ډاکټر کومه نسخه لرې یا دې تذکره راکړه؟ ما تذکره وروایستله، ځوان چې هغه وليدله، د هېښتيا نښې یې مخ کې راښکاره شوې، په ځیر ځیر یې ښکته پورته راته وکتل، زما څېرې ته ښه ځیر شو اخیر رانږدې شو، په تندي یې ښکول کړم او له سترګو یې اوښکې روانې شوې.

مال وه زویه څه درباندې وشول؟ خدای مه کړه کوم تکلیف او ستونزه درته ورسیدله؟! ول نه اکا، ستا پر حالت مې زړه وخوږیده. بیا یې زما لور موټر ته وخیږوله، ما ته یې وویل: اکا راځه، زه موټر ته وروختلم او د روغتون د اړوند څانګې لور ته روان شو.

ځوان اړوند څانګې ته ننوت ډېر خلک ورته حاضر شول، چا ته یې امر وکړ چې نجلۍ په عربۍ کې واخلي، خلک ورته ښکته پورته کېدل، ډېر احترام یې کېده، داسې معلومیدی چې دې روغتون کې د لوړ شان او درانه حیثیت خاوند دی.

لنډه دا چې زما د لور یې ګڼ شمېر معاینات وکړل، د عملیاتو کار یې برابر کړ، په هماغه شپه یې عملیات ترسره شول، د لور مې حالت بېخي برابر شو او د روغتیا وضعه یې د ډاډ وړ شوه. د ځوان د دې سترې قربانۍ او بې انتها مینې مننه مې د خوښۍ د اوښکو په بدرګه په ګوډوماتو جملو سره وویله.

د دې ځوان له برکته روغتون کې هر چا زما خدمت کوه، هر چا زما د لورکۍ په درملنه کې مرسته راسره کوله، ځوان لکه څومره چې د لوړ مقام او اغېزمن شخصیت خاوند و هغومره یې غوره اخلاق لرل او هر چا سره یې له انسانیته او شرافته ډک چلند کوه.

کوم ډاکټر چې زما د لور عملیات کړي و دری ورځې وروسته هغه راته وویل چې ته اوس خپل ناروغ کورته وړلی شې، خو ځوان راته وویل چې ته او لور به دې یوه اوونۍ نور هم زما کره پاتي کیږئ، ځکه نجلۍ ناروغي کمزورې کړې ده او ستاسو سفر هم اوږد ده. دې اوونۍ کې به دې لور هم برابره شي او ته به هم ارام وکړې.

زه د ځوان له مینې او مهرباني وشرمیدلم، خبره مې ورسره ومنله او پوره اووه شپې د هغه کره پاتي شوم، د هغه مېرمنې، اولادونو او پخپله ده زما او زما د لور په پوره مینه، نرمي او اخلاص سره خدمت کوه.

د ځوان پېژندنه

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x