افغانستان

حامد کرزی: امریکا دې پر افغانانو د تپل شوي جګړې د پای ته رسولو هڅې چټکې کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت پخواني ولسمشر «حامد کرزي» د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د ټرمپ له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او له نوموړي یې غوښتي، چې په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم چټکې کړي.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې روانه جګړه په افغانانو تپل شوې یاده شوې، چې د کرزي په خبره، پای ته رسول یې د افغانانو لپاره حیاتي اهمیت لري.

خبرپاڼه وړاندې لیکي «هیله مو دا ده چې د امریکا جمهور رئیس پر افغانستان دتپل شوې جگړې د ختمولو لپاره لا هم اغیزمن او گړندي اقدامات ترسره کړي او یقیناً چې د افغانستان خلک به د امريکا د متحده ايالاتو د داسې مسوولانه عمل په کلکه ملاتړ وکړي چې په نتیجه کې یې افغانستان د تل پاتې او سرتاسري سولې او ثبات خاوند شي.»

یاده دې وي، چې د امریکا ولسمشر په خپله نننۍ وینا کې د افغانستان جګړه ناپایانه یاده کړه او د پای ته رسولو هوډ یې څرګند کړ.

د ټرمپ په قول، امریکایي کورنیو د افغانستان د جګړې ستره بیه پرې کړې، غړي یې پکې وژل شوي او نور هغه وخت را رسېدلی، چې عسکر کور ته ترې راستانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

د شیطان زو، دا د ## خو تا دعوت کړل. ټګمارو! بیا څه شوم پلان لری.

Adam Khan

Hamid Karzai aw ka da lastoni mar

You were one of those that caused all these problems

پتنګ

#### ،‌هغه خو ته وې چې د روس د اشغال په وخت کې ، تاد cia عضویت لاره ، هغه خو ته وې چې سي ای اې کندهار ته را وستې هغه خو ته وې چې امریکایانو رئیس جمهور کړې او په ملیاردو دالر د ې د شمال غلو ته ورکړې او چپړاسیان یې ستا په وخت کې جنرالان شول ! اوس چې کار دې خلاص شه داسې خبرې کوې او ټول پخواني غله در څخه را ګرزیدلي دي ! تاسو ټولو افغانستان خرڅ کړی او خرڅوۍ یې #### !!

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x