افغانستان

سي اېن اېن: افغانستان کې نامعلومو کسانو یو امریکایي تښتولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امریکا تلویزوني شبکې «سي اېن اېن» خبر ورکړی، چې د افغانستان په ختیځ کې یو امریکایي قراردادي تښتول شوی.

د راپور له مخې، دغه قراردادي په خوست ولایت کې نادرکه شوی؛ خو لا څرګنده نه ده، چې څه وخت او د چا له لوري تښتول شوی.

یوه امریکایي امنیتي چارواکي دا پېښه منلې او د تښتول شوي کس د راخلاصولو او د موقیعت د معلومولو د هڅو خبر یې ورکړی.

د امریکا دبهرنیو چارو وزارت سي این این ته ویلي، چې په بهرنیو هیوادونو کې د خپلو اتباعو ساتل یې تر ټولو مهمه دنده ده.

بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې له نورو معلوماتو ورکولو ډډه کړې.

یاده دې وي، که څه هم د پېښې مسئولیت چا نه دی منلی؛ خو تر دې وړاندې ګڼ شمېر بهرنیان د طالبانو له لوري تښتول شوي، چې له ډلې یې ځیني له بهرنیانو سره تبادله شوي هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهاری

تر څو زموږ د ګران اسلامي هيواده امريکايان نه وي وتلي هر مسلمان چي هر امريکايي وتښتوي او يا يې ووژني د ثواب او اجر کار دي، نو هر څوک چي د اشغالګرو امريکايانو په وړاندي بل فعاليت نه سي کولای، دغه کارونه دي پيل کړي. دا هم يو ډول جهاد دی او هم په هيوادنۍ ملي اسلامي جکړه او وطن پالنه کي کي برخه اخيستنه ده. نو مه پر راګورئ مېړنو او اتلو کفر ماتوونکو مسلمانانو !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x