نړۍ

ترکيه کې واورې ښوېدو لسګونه کسان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په ترکيه کې د واورې ښوېدلو له امله له دېرشو زيات کسان وژل شوي او لسګونه نور لا هم تر واورو لاندې دي.

د ترکيې له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د هېواد په ختيځ وان ولايت په بهشته سرای سيمې کې د ایران پولې ته څېرمه پنځه کسان تر واورې لاندې شوي وو او کله، چې مرستندويه ډلې سيمې ته ورسېدې، يو ځل بيا په غره کې واوره وښوېده او لسګونه کسان يې لاندې کړل.

د چارواکو په وينا د ژغورونکې ډلې درې سوه کسان سيمې ته رسېدلي او هڅه کوي، چې د واورې لاندې ايسار کسان راوباسي.

د چارواکو په وينا د واورې ښوېدو له امله مړو شوو کسانو کې پوليس، مرستندويان او عام خلک شامل دي.

د ترکيې اناضول خبري اژانس د کورنيو چارو وزارت د چارواکو له قوله ويلي، تر اوسه د ۳۳ کسانو مړي راويستل شوي او ښايي مرګ ژوبله تر دې هم ډېره شي.

ترکي رسنۍ وايي، مرستندويه ډلې د ځايي خلکو په مرسته په واورو کې د بندو خلکو د ژغورنې او لټون چارې پيل کړي، خو د واورو ښويدو له امله يې چارې له ستونزو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x