افغانستان

روڼتیا څار بنسټ: ارګ او یو شمېر نورې دولتي ادارې اطلاعاتو ته د لاسرسي مخه نیسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د افغانستان دېرشو رسنیو هیواد اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شاته تلونکی وباله او حکومت یې په دې برخه کې د خنډونو په جوړولو تورن کړ؛ پر روڼتیا باندې د څار بنسټ هم دا اندېښنې پر ځای بولي او د ارګ په شمول ګڼې دولتي ادارې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خنډ بولي.

پر رونټيا باندې د څار بنسټ مسئولینو، چې تېره ورځ یې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې ارګ، لویه څارنوالي او ستره محکمه یې هغه کلیدي ادارې وبللې، چې ددوی په قول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ته ژمن نه دي او په وړاندې یې خنډونه جوړوي.

پر روڼتیا باندې د څار بنسټ رییس «سید اکرام فضلي» وايي « هغه کلیدي ادارې چې پورته یادې شوې باید اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ته ژمنتیا وښيي، کنې بیا خلګ یوازې په هغو اطلاعاتو تېر ایستل کېږي، چې ډېر مهم نه وي  او ژمنې د کاغذ په مخ پاتېږي.»

که څه هم لویې څارنوالي، ارګ او سترې محکمې په بېلابېلو غبرګونونو کې د رسنیو دا ادعاوې رد کړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یې له رسنیو سره د ګډ کار ژمنه کوي؛ خو یو شمېر نړیوالې ادارې هم په حکومت غږ کوي؛ څو دې قانون ته ژمن واوسي او احترام ورته وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهاری

دغه د روڼتیا څار بنسټ او د هغه رییس «سید اکرام افضلي» او نور مقتديان يې څوک دي او له کومي سوړي راوتلي دي چي داسي آزادي لري او پر حکومت ډول ډول اعتراضونه کوي، خو خکومت هيڅ نه سي ورته ويلای؟ نور ډېر کسان خو پر مازي ساده خبرو ګواښل کيږي او ان وژني يې؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x