افغانستان

د ناټو غړي هیوادونه له افغانستان څخه د خپلو عسکرو په ایستلو غور کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه د خپرېدونکې مجلې «نیویارک ټایمز» د راپور په حواله، په امریکا سربېره د ناټو تړون یو شمېر نور غړي هیوادونه هم له افغانستان څخه د خپلو عسکرو په ویستلو غور کوي.

راپور کې د ناټو د یو شمېر اروپايي او امریکایي چارواکو له خولې لیکل شوي، چې که امریکا په رسمي ډول د خپلو عسکرو ایستل پیل کړي، دوی به هم د خپلو زرګونو عسکرو په ستنولو شروع وکړي.

له دې هیوادونو څخه ځیني یې، د خپلو عسکرو په کمولو ټينګار کوي؛ خو ځیني نور یې بیا وایي، ځمکنیو شرایطو ته په کتو باید دا کار وشي.

دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» تېره ورځ ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې یو ځل بیا د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو ټینګار وکړ او د سولې په هڅو کې یې د پرمختګ خبر ورکړ.

بل لور ته ناټو په بیا، بیا ویلي، چې په افغانستان کې یې حضور د امریکا له شتون سره تړلی، که امریکايي پوځيان له افغانستان څخه ووزي، دوی به هم ورسره ستانه شي.

یاده دې وي، چې د ناټو په تړون کې دا مهال ۲۹ هیوادونو افغانستان ته خپل سرتېري رالېږلي ، چې له امریکایي ځواکونو پرته یې شمېر  ۸۷۰۰ ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

تر دی به نور وفادار غلامان چیری وی چه وایی [[ که امریکا هر دول سوله د طالبانو سره کوی مونږ ورسره تاوافق لرو او دا هم وایی چه که امریکایان نظامی حقور ولری مونږ به هم نظامی حضور ولرو ]] یعنی دوی هغه څوک دی چه د امریکا له خوا ورته دستور او قومانده ورکول کیږی او د امریکا د اقتدار او استمعمار ګټو د پاره ځانونه وزنی. حتی امریکا هم د غلامی به غوجل کی له اوله زیږول شوی او لویه شوی د امریکا اصلی واکداران انګریزی یهودی ( یا یهودی انګریزان ) دی چه د نظم نوین… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x