افغانستان

کندز کې پر مدرسه بمبار زده کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې الوتکو په یوه مدرسه بمبار کړی او زده کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د پېښې له ځایه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل «الوتکو تېره شپه د خان اباد ولسوالۍ د تره خېلو په کلي کې د تحسین القرآن په نوم مدرسه بمبار کړې، چې له امله یې درې تنه حافظان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.»

که څه هم د کندز امنیتي چارواکو او بهرنیانو د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو یوازې درې ورځې وړاندې هم په کندز ولایت کې ګډو ځواکونو په یوه صحي کلینک او ښوونځي بمبار کړی وو او مرګ ژوبله یې رامنځته کړې وه.

یاده دې وي،  بهرنیان او کابل حکومت الوتکې داسې مهال ملکي ځایونه په نښه کوي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي او امریکايي مذاکراتي ټیم په پرلپسې ډول له طالبانو غواړي، څو د جګړې تشدد کم کړي او د سولې د توافق د لاسلیک لپاره زمینه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x