افغانستان

کندهار: يو اربکي خپل پنځه ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په کندهار ولايت کې يو تن اربکي پخپلو ملګرو ډزې کړي دي او پنځه تنه يې وژلي دي.

د کندهار ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چې د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سيمه کې يو تن اربکي خپل پنځه ملګري وژلي او له سيمې څخه تښتېدلی دی.

چارواکي وايي چې بريدګر اربکي له طالبانو سره اړيکې درلودې او له بريد وروسته طالبانو ته ورغلی دی خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې وخت ناوخته ځينې اربکيان او عسکر په خپلو ملګرو ډزې کوي او له سيمې څخه په تيښته بريالي کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x