امریکایي عصیانګر د قارون او فرعون په برخلیک اخته دي

شهاب لیوال

الهي سنت داسې دی چې خپل بندګانو ته مهلت ورکوي خپل حجت پرې تماموي ژر او په ګناه پسې متصل یې نه نیسي ،دعصیان او سرکشۍ په سر کې فوراً او له ځنډ پرته یئ په عذاب نه اخته کوي ، خاصه نیټه او معین وخت یې ورته ټاکلی وي چې د عصیانګرو پرمخ د ورستي عذاب شدیده او هولناکه سپیړه به خوري .

الله تعالی رحیم او غفور ذات دی اګر که بندګان یې عصیانګر دي خو الله تعالی رحم پر غضب یې لوړ دی، د قطعي عذاب تر راتلو یې تعذیب تدریجي وي.

د شر، فساد ، طغیان او دکفر د ځواکونو په نیولو او مؤاخذې کې الهي تدبیر ډیر لوړ او مضبوط دی ،هیڅوک یې د مقابلې توان نه لري ، او دامو ذهن ته رانشي چې الله تعالی ولی عصیانګرو ته مهلت ورکوي.

هوکې درنو لوستونکو ! امریکا د پیړۍ فرعون ‌‌،شداد او نمرود دی چې خپل د ظلم ظغیان او عصیان پر مټ یې د نړۍ امنیت ، سوله ،انساني کرامات ،او هوسیانه له منځه وړې ،اسلامي هیوادونو کې یې دمذهب ،عقیدې، رنګ ،نژاد او د ژبې تعثباتو ته لمن وهلې مسلمانان یې سره په جنګ اخته کړي او بد بختانه چې اسلامي هیوادونه او مسلمانان دامریکایي عصیان څیره نه پیژني.

امریکا افغانستان ته مخه کړه او دلته یې خپل شوم اهداف پلي کړل ، ډیر بې ګناه افغانان یې ووژل بندیان او تریتم کړل ،کورونه ،مسجدونه ، کلنیکونه او عام المنفعه ځایونه یې له منځه یوړل ، معدنیات یې غلا ، مخدره موداو ته یې وده ورکړه ، په ځوانانو کې یې فحشاء بې دیني، سکیلریزم او دیموکراسیزمه غیر انساني قانون ته وده ورکړه.

خو د الهي سنت مخه یې ډب نشوی کړی ،الله تعالی عصیانګرو ته مهلت ورکوي خو دتل لپاره یې نه پریږدي ،مسلمانان په امتحان کې نیسي چې څومره دالله تعالی په قدرت او عظمت ایمان لري دوي څومره باوري دي او څومره یقین لري؛

که د امریکایي اشغال په لومړنیو کلونو کې افغانانو دنن په څیر توکل او یقین درلودی، چې امریکا ماتیدونکې ده په همغه اولو کلونو کې به دامریکا د عصیان نیټه ختمه وه .

هوکې د امریکایي عصیان د مهلت وخت په پوره کیدلو ده زکه چې تر پرون نن ډیری افغانان په دې یقین او بارو لری چې الله تعالی له مومنانو سره ده سورة انفال:

إِن تَسْتَفْتِحُوا فَقَدْ جَاءَکُمُ الْفَتْحُ ۖ وَإِن تَنتَهُوا فَهُوَ خَیْرٌ لَّکُمْ ۖ وَإِن تَعُودُوا نَعُدْ وَلَن تُغْنِیَ عَنکُمْ فِئَتُکُمْ شَیْئًا وَلَوْ کَثُرَتْ وَأَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُؤْمِنِینَ (۱۹)

که تاسو فتحه او کامیابی غواړی ،کامیابي مو په نصیب شوه.

که تاسو د رسول الله له مخالفت نه لاس په سر شئ دا به تاسو ته بهتره وي.

او که بیا طغیان او مخالفت وکړی ،مونږ هم ستاسو مقابل کې یو اګر که ستاسو ډله ډیره وي ،تاسو به دالله تعالی له مرستې بې بهرې شی ،زکه چې الله تعالی له مومنانو سره دی .

امریکا او افغان لاسپوڅو یې تیر اتلس کاله چې څه یې خوښه وه هغه یې وکړل ،خو لکه چې د امریکایي فرعون د ظغیان او عصیان وخت په پوره کیدو دی !

الله تعالی نمرود د یوې حشرې په مټ له منځه یوړ ،قارون یې دزمکې تل ته دنن کړ ،فرعون او لښکر یې په بحر کې ډوپ کړل او وس وار ده د امریکایي فرعون چې په افغانستان کې د تش لاسو طالبانو په قهرجنو حملاتو کې د تل لپاره به له منځه ځي ان شاءالله .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د