شعـــــرونه

دردونه/ حنیف

محمد ادریس حنیف

دلته ژړېږي هر سړی د ژوندانه له درده

د شهید پیر، شهید فقیر، شهید شپانه له درده

اوس د دې چم خلګ عادت دي هر شپه ژړیږي

د وران مسجد، وراني کوڅې او وران کاله له درده

هر مازديګر ورته ژړېږي د کتاب ملګري

طالب ليکلی دی یادګار په دېواله له درده

د مدرسې طالب ته هره ورځ خیرات ورکوي

یوه مورکۍ د خپل شهید زوی په نامه له درده

د شهيد یار تابوت ته ناسته ده سلګو اخستې

شرمېږي اوښکي پټوي په دسماله له درده

تنکي ګلان مو په وحشي زندان کي و رژېدل

سپینو لاسو کي شرنګوي تور زولانه له درده

“حنیفه”ما چي د خپل ژوند قصه شروع کړه ورته

راسره وژړل اسمان په بارانه له درده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x